اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د ۱۹ کلنو کم عمره راتلونکې اسیا او نړیوال جام لوبډله کې یې هغه ځوان هم اخیستی چې د سړک تر غاړې یې کارتونه پلورل او ورسره یې کرکټ هم مخته وړه.
د بورډ په وینا دغه ځوان خیبر ولي نومیږي او د افغانستان ختیځ کې د ننګرهار ولایت کې اوسي او همدلته یې کرکټ اکاډمي کوله.
خیبر ولي ښي لاس توپوهونکی دی، هغه وایي، په ملي لوبډله کې د شاملېدو خبر په اورېدو سره یې کور کې مور او نورو غړو له ډېرې خوشحالۍ وژړل او په خپله یې هم اوښکې له سترګو وبهېدلې.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي: « د یوه مستعد ځوان خوبونه په حقیقت بدلیږي، خیبر ولي حتی دا فکر هم نه درلود چې کومه ورځ به د ۱۹ کلنو کم عمره نړیوال جام او اسیا جام سیالیو برخه وي، خو نن یې وکولی شول چې د خپلو هلو ځلو او وړتیا په پایله کې ځان تر دې ستر هدف ورسوي.»
خیبر ولي شاوخوا اته کاله کېده چې په جلالاباد ښار کې یې یوې اکاډمۍ کې کرکټ کاوه او د شپې له خوا یې کرېډټ کارتونه خرڅول او له دې لارې یې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوله.
ورور یې وایي نور ستړي شوي ول او خیبر ته یې ویلی چې له کرکټه نور څه نه جوړېږي او باید پرېږدي، خو زیاتوي چې دې زیري ډېر خوښ کړل.
کرکټ بورډ وړمه ورځ د اسیا او نړیوال جامونو لپاره د افغان ۱۹ کلنو ۲۰ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
ټاکل شوې چې د ۱۹کلنو اسیايي جام د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۹مه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي. په اسیايي جام کې د افغانستان په ګډون هندوستان، پاکستان، سرېلانکا، بنګلهدېش، کویټ، نيپال او د متحده عربي اماراتو لوبډلې ګډون کوي.
له اسیايي جام وروسته د افغان ۱۹کلنو لوبډله ویسټ انډیز ته ځي او د ۱۹کلنو په نړیوال جام کې ګډون کوي. افغان لوبډله په C ګروپ کې له پاکستان، زمبابوې او پي.این.جي سره لوبې لري.
