د سړک له غاړې لاس‌پلورنې تر ملي لوبډلې؛ خیبر ولي به اسیا او نړیوال جام کې لوبېږي

اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د ۱۹ کلنو کم عمره راتلونکې اسیا او نړیوال جام لوبډله کې یې هغه ځوان هم اخیستی چې د سړک تر غاړې یې کارتونه پلورل او ورسره یې کرکټ هم مخته وړه.

د بورډ په وینا دغه ځوان خیبر ولي نومیږي او د افغانستان ختیځ کې د ننګرهار ولایت کې اوسي او همدلته یې کرکټ اکاډمي کوله.

خیبر ولي ښي لاس توپ‌وهونکی دی، هغه وایي، په ملي لوبډله کې د شاملېدو خبر په اورېدو سره یې کور کې مور او نورو غړو له ډېرې خوشحالۍ وژړل او په خپله یې هم اوښکې له سترګو وبهېدلې.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي: « د یوه مستعد ځوان خوبونه په حقیقت بدلیږي، خیبر ولي حتی دا فکر هم نه درلود چې کومه ورځ به د ۱۹ کلنو کم عمره نړیوال جام او اسیا جام سیالیو برخه وي، خو نن یې وکولی شول چې د خپلو هلو ځلو او وړتیا په پایله کې ځان تر دې ستر هدف ورسوي.»

خیبر ولي شاوخوا اته کاله کېده چې په جلال‌اباد ښار کې یې یوې اکاډمۍ کې کرکټ کاوه او د شپې له خوا یې کرېډټ کارتونه خرڅول او له دې لارې یې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوله.

ورور یې وایي نور ستړي شوي ول او خیبر ته یې ویلی چې له کرکټه نور څه نه جوړېږي او باید پرېږدي، خو زیاتوي چې دې زیري ډېر خوښ کړل.

کرکټ بورډ وړمه ورځ د اسیا او نړیوال جامونو لپاره د افغان ۱۹ کلنو ۲۰ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

ټاکل شوې چې د ۱۹کلنو اسیايي جام د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۹مه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي. په اسیايي جام کې د افغانستان په ګډون هندوستان، پاکستان، سرېلانکا، بنګله‌دېش، کویټ، نيپال او د متحده عربي اماراتو لوبډلې ګډون کوي.
له اسیايي جام وروسته د افغان ۱۹کلنو لوبډله ویسټ انډیز ته ځي او د ۱۹کلنو په نړیوال جام کې ګډون کوي. افغان لوبډله په C  ګروپ کې له پاکستان، زمبابوې او پي.این.جي سره لوبې لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه