اطلاعات روز: د هلمند ولایت دبُست روغتون مسوولین وایي د پخوا په پرتله اوس په دغه ولایت کې د مور او ماشوم د مړینې کچه ټیټه شوې ده.
د یاد روغتون سر طبیب داکټر محمد اکبر بارک اطلاعات روز ته وویل، په دغه روغتون کي په هرو ۲۴ ساعتونو کې د ۵۰ تر ۱۰۰ پورې د ماشومان زيږيدنه کيږي او په وینا چي په عادي ډول هره شپه او ورځ کې د ۷۰ تر ۸۰ پورې ماشومان پیدا کيږي چې د پخوا په پرتله په کې د مور او ماشوم د مړینې کچه کمه شوې ده.
بارک وايي، د سياسي بدلونونو وروسته د مرکز لښکرګاه سره د ولسواليو لارې خلاصې شوي او اميندوارې ميرمنې په اسانۍ سره تر مرکزي روغتونه رسيږي چې له امله يې د مور او ماشوم د مړینې کچه کمه شوې ده.
هغه وايي د پخوا په پرتله د ناروغانو لپاره روغتيايي چوپړونه زيات وړاندې کيږي او د ناروغانو ګڼه ګوڼه هم زياته شوې ده.
ډاکټر بارک وايي وړاندې د ټولو ولسوالیو لارې د جګړو او ناامنیو له امله تړل شوې وې چې د طالبانو تر راتګ وروسته لاره خلاصې شوي دي او خلک روغتونونو ته پر وخت رسېدنه کوي.
سرطبیب محمد اکبر بارک وويل: «دلته موږ د روغتون خدمتونه زيات کړي دي، لارې خلاصې شوي دي. هغه اميندوارې ميندې چې په تيرو وختونو کې يې روغتونو ته لاسرسی نه کيده خو اوس لارې خلاصې شوي دي او ډير خلک خپل ناروغان روغتونو ته لاسرسی لري، دلته يې پر وخت درملنه هم کيږي ځکه د مور او ماشوم د مړینې کچه کمه شوې ده.»
بلخوا د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله او د نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکی شیرمحمد چي بُست ولایتي روغتون ته د درملنې په موخه راغلي دي، وایي په دې روغتون کي خدمات مخکې ښه وه خو په دې ورستیو کې هغه ډول روغتيايي خدمتونه نه وړاندې کیږې لکه څومره چې د خلکو اړتياوې دي.
هغه وایي: «اوس په دغه روغتون کې د روغتیاپالانو لخوا د مریضانو هغسې درملنه نه کیږې، د دې ترڅنګ بله ستونزه زموږ په ولسوالیو کې د روغتیایي مرکزونو نه شتون دی، هغه درمل چې د خلکو زياته اړتيا وي، هغه په روغتونو کې نشته باید درمل په روغتونو کې زيات شي.»
د بُست ولایتي روغتون ته هره ورځ د مرکز تر څنګ د بېلابېلو ولسوالیو څخه لسګونه ناروغان د درملنې په موخه مراجعه کوي. دې روغتون ته امیندوارې ناروغې مېرمنو مراجعه زیاته ده او هره ورځ زیات شمېر ماشومان په کې زېږدي.
د یادونې ده چي د بُست ولایتي روغتون سره په بېلابېلو روغتیایي برخو کي د بې پولې ډاکترانو (MSF) نړیولې موسسې لخوا همکاري تر سره کېږي.
