هلمند کې د جګړې نه‌شتون او لارو خلاصېدو سره د مور او ماشوم مړینې کچه کمه شوې

اطلاعات روز: د هلمند ولایت دبُست روغتون مسوولین وایي د پخوا په پرتله اوس په دغه ولایت کې د مور او ماشوم د مړینې کچه ټیټه شوې ده.

د یاد روغتون سر طبیب داکټر محمد اکبر بارک اطلاعات روز ته وویل، په دغه روغتون کي په هرو ۲۴ ساعتونو کې د ۵۰ تر ۱۰۰ پورې د ماشومان زيږيدنه کيږي او په وینا چي په عادي ډول هره شپه او ورځ کې د  ۷۰ تر ۸۰ پورې ماشومان پیدا کيږي چې د پخوا په پرتله په کې د مور او ماشوم د مړینې کچه کمه شوې ده.

بارک وايي، د سياسي بدلونونو وروسته د مرکز لښکرګاه سره د ولسواليو لارې خلاصې شوي او اميندوارې ميرمنې په اسانۍ سره تر مرکزي روغتونه رسيږي چې له امله يې د مور او ماشوم د مړینې کچه کمه شوې ده.

هغه وايي د پخوا په پرتله د ناروغانو لپاره روغتيايي چوپړونه زيات وړاندې کيږي او د ناروغانو ګڼه ګوڼه هم زياته شوې ده.

ډاکټر بارک وايي وړاندې د ټولو ولسوالیو لارې د جګړو او ناامنیو له امله تړل شوې وې چې د طالبانو تر راتګ وروسته لاره خلاصې شوي دي او خلک روغتونونو ته پر وخت رسېدنه کوي.

 سرطبیب محمد اکبر بارک وويل: «دلته موږ د روغتون خدمتونه زيات کړي دي، لارې خلاصې شوي دي. هغه اميندوارې ميندې چې په تيرو وختونو کې يې روغتونو ته لاسرسی نه کيده خو اوس لارې خلاصې شوي دي او ډير خلک خپل ناروغان روغتونو ته لاسرسی لري، دلته يې پر وخت درملنه هم کيږي ځکه د مور او ماشوم د مړینې کچه کمه شوې ده.»

بلخوا د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله او د نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکی شیرمحمد چي بُست ولایتي روغتون ته د درملنې په موخه راغلي دي، وایي په دې روغتون کي خدمات مخکې ښه وه خو په دې ورستیو کې هغه ډول روغتيايي خدمتونه نه وړاندې کیږې لکه څومره چې د خلکو اړتياوې دي.

هغه وایي: «اوس په دغه روغتون کې د روغتیاپالانو لخوا د مریضانو هغسې درملنه نه کیږې، د دې ترڅنګ بله ستونزه زموږ په ولسوالیو کې د روغتیایي مرکزونو نه شتون دی، هغه درمل چې د خلکو زياته اړتيا وي، هغه په روغتونو کې نشته باید درمل په روغتونو کې زيات شي.»

د بُست ولایتي روغتون ته هره ورځ د مرکز تر څنګ د بېلابېلو ولسوالیو څخه لسګونه ناروغان د درملنې په موخه مراجعه کوي. دې روغتون ته امیندوارې ناروغې مېرمنو مراجعه زیاته ده او هره ورځ زیات شمېر ماشومان په کې زېږدي.

د یادونې ده چي د بُست ولایتي روغتون سره په بېلابېلو روغتیایي برخو کي د بې پولې ډاکترانو (MSF) نړیولې موسسې لخوا همکاري تر سره کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه