ننګرهار کې سږکال د سټرسو حاصلات ۱۲ زره ټنه اټکل شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياست چارواکو هيله مندي ښودلې چې سږکال به دغه ولايت کې د سټروسو حاصلات تر ۱۲ زره ټنه لوړ شي.

دغه ولايت کې ۳۸۷۲ هکټاره ځمکه باندې د ستروسو بڼوڼه جوړ شوي او ترڅنګ يې په تحقیقات فارم کې د ستروسو بیلابیلې نوعې تر تحقیق لاندې نیول شوي چې بڼوالۍ په پار يې  بڼوالو ته د کرلو لارښوونه شوي ده .

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، چې د کروندګرو او بڼوالو هلې ځلې، او د کرنې او مالدارۍ د متخصصينو له لوري پر وخت بڼوالو ته د مشورو ورکړې له امله ننګرهار کې سږکال د سترسو حاصلات لوړ اټکل شوي دي.

د کرنې رياست وياند اجمل سبحاني اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې ننګرهار کې پر ۳زره او ۸۷۲ هکټاره ځمکه باندې د سترسو مختلف باغونه جوړ شوي چې حاصلات يې پر ننګرهار سربېره د هيواد مختلفو ولايتونو ته لېږدول کېږي.

ښاغلي سبحاني زياته کړه، په دغو باغونو کې نارنج، مالټې، ليمو، چکوترې او د سترسو نور ډولونه کرل شوي چې زياتره يې هر کال ښه حاصلات ورکوي او لا هم د باغونو د پراختيا لپاره کار روان دی.

د کرنې رياست وياند وايي، چې سږکال به له شتو باغونو څخه څه باندې ۱۲زره ټنه ميوه جات راټول شي چې په کور دننه به ډېرو ولايتونو کې د خلکو اړتيا پوره کړي.

دلته په ننګرهار کې د نورو بوټو ترڅنګ د کرنې او مالدارۍ ریاست له لورې د ستروسو بوټي هم تر تحقیق لاندې نیول شوي دي.

سبحاني زیاتوي: «سږکال تمه شته چې د ننګرهار د کرنې ریاست اړوند د ستروسو له باغړنو څخه به ۱۲ زره ټنه ستروس ترلاسه شي او هیله مند یو چې دا حاصلات به د ننګرهار سربیره نورو ولایتونو ته صادر شي، کرنې ریاست هڅه کوي چې د ستروسو نور نوي باغونه د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې جوړ کړي.»

د ننګرهار د تحقیقاتي فارم د مسولینو په خبره د پوره تحقیق او څيړنې وروسته يې داسې نوعي يې موندلي، کومي چې د په دې ولایت کې يې د کر او حاصلاتو په برخه کې ښه پایلې ورکوي.

ننګرهار کې د کرنيز تحقياقتي فارم د بڼوالۍ مسول عبدلطيف بارکزي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې له تحقق وروسته  يې بڼوالو ته په خپلو بڼونو کې د ستروسو له ۷۰ نوعو څخه تر دې دمه يواځي د څو نوعو د کرلو لارښونه کړي ده .

خو د ننګرهار ولايت بڼوال وايي چې د دوی د حاصلاتو د نرخونو کنټرول لپاره بايد د ستروس په موسم کې بهرني ستروس ننګرهار او ګاونډي هيوادونو ته يې بايد وارد نه شي.

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی قسيم الله چې په خپل درې جريبه ځمکه يې د سترسو باغ جوړ کړی.

هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، کله چې هم د دوی ميوه حاصل ته ورسېږي نو بازار کې بهرني مالټې او ليمو موجود وي چې د دوی د ميوو نرخونه ورسره ارزانېږي او دوی ته ګټه نه کوي.

هغه زياته کړه، که د بهرنيو ميوو مخه ونيول شي او د دوی باغونه ښه ګټه ورکړي نو نور کروندګر مه زړه ښه کوي چې په خپلو ځمکو باغونه ورغوي.

قسیم الله زیاته کړه: «مونږ د ستروسو حاصلاتو ته خوشاله یو، زمونږ د باغ حاصلات هم سږکال زیات دي که چیرې زمونږ تولیدات بهر ته انتقال شي او دلته مناسب بازار پیدا شي او له بهره هیواد ته د ستروسو د واردیدو مخه ونیول شي نو ګټه به یې زیاته وي له حکومت غواړو چې باید د باغونو په برخه کې پانګونه وکړي.»

د يادونې وړ ده ننګرهار د هيواد په کچه تر نورو ولایتونو د ستروسو د بڼونو د کينولو او بڼوالۍ په پار په نسبي ټول ښه او مناسب بلل کیږي او په دې ولایت کې د ستروسو بوټو د حاصلاتو د ښه والي له کبله  په دې وروستیو کې په يو شمیر ولسوالیو کې  هم خلکو د دغه بوټو بڼونو جوړولو ته مخه کړي ده.

دغه راز کرنيز پوهان وايي چې د ننګرهار اب و هوا د مديتراني اقليم سره تړلې چې د ستروسو د ودې لپاره مناسبه ګڼل شوې ده او همدغه وجه ده چې ننګرهار کې د ستروسو باغونه ښه پرمختګ کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه