اطلاعات روز: د ننګرهار کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياست چارواکو هيله مندي ښودلې چې سږکال به دغه ولايت کې د سټروسو حاصلات تر ۱۲ زره ټنه لوړ شي.
دغه ولايت کې ۳۸۷۲ هکټاره ځمکه باندې د ستروسو بڼوڼه جوړ شوي او ترڅنګ يې په تحقیقات فارم کې د ستروسو بیلابیلې نوعې تر تحقیق لاندې نیول شوي چې بڼوالۍ په پار يې بڼوالو ته د کرلو لارښوونه شوي ده .
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، چې د کروندګرو او بڼوالو هلې ځلې، او د کرنې او مالدارۍ د متخصصينو له لوري پر وخت بڼوالو ته د مشورو ورکړې له امله ننګرهار کې سږکال د سترسو حاصلات لوړ اټکل شوي دي.
د کرنې رياست وياند اجمل سبحاني اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې ننګرهار کې پر ۳زره او ۸۷۲ هکټاره ځمکه باندې د سترسو مختلف باغونه جوړ شوي چې حاصلات يې پر ننګرهار سربېره د هيواد مختلفو ولايتونو ته لېږدول کېږي.
ښاغلي سبحاني زياته کړه، په دغو باغونو کې نارنج، مالټې، ليمو، چکوترې او د سترسو نور ډولونه کرل شوي چې زياتره يې هر کال ښه حاصلات ورکوي او لا هم د باغونو د پراختيا لپاره کار روان دی.
د کرنې رياست وياند وايي، چې سږکال به له شتو باغونو څخه څه باندې ۱۲زره ټنه ميوه جات راټول شي چې په کور دننه به ډېرو ولايتونو کې د خلکو اړتيا پوره کړي.
دلته په ننګرهار کې د نورو بوټو ترڅنګ د کرنې او مالدارۍ ریاست له لورې د ستروسو بوټي هم تر تحقیق لاندې نیول شوي دي.
سبحاني زیاتوي: «سږکال تمه شته چې د ننګرهار د کرنې ریاست اړوند د ستروسو له باغړنو څخه به ۱۲ زره ټنه ستروس ترلاسه شي او هیله مند یو چې دا حاصلات به د ننګرهار سربیره نورو ولایتونو ته صادر شي، کرنې ریاست هڅه کوي چې د ستروسو نور نوي باغونه د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې جوړ کړي.»
د ننګرهار د تحقیقاتي فارم د مسولینو په خبره د پوره تحقیق او څيړنې وروسته يې داسې نوعي يې موندلي، کومي چې د په دې ولایت کې يې د کر او حاصلاتو په برخه کې ښه پایلې ورکوي.
ننګرهار کې د کرنيز تحقياقتي فارم د بڼوالۍ مسول عبدلطيف بارکزي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې له تحقق وروسته يې بڼوالو ته په خپلو بڼونو کې د ستروسو له ۷۰ نوعو څخه تر دې دمه يواځي د څو نوعو د کرلو لارښونه کړي ده .
خو د ننګرهار ولايت بڼوال وايي چې د دوی د حاصلاتو د نرخونو کنټرول لپاره بايد د ستروس په موسم کې بهرني ستروس ننګرهار او ګاونډي هيوادونو ته يې بايد وارد نه شي.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی قسيم الله چې په خپل درې جريبه ځمکه يې د سترسو باغ جوړ کړی.
هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، کله چې هم د دوی ميوه حاصل ته ورسېږي نو بازار کې بهرني مالټې او ليمو موجود وي چې د دوی د ميوو نرخونه ورسره ارزانېږي او دوی ته ګټه نه کوي.
هغه زياته کړه، که د بهرنيو ميوو مخه ونيول شي او د دوی باغونه ښه ګټه ورکړي نو نور کروندګر مه زړه ښه کوي چې په خپلو ځمکو باغونه ورغوي.
قسیم الله زیاته کړه: «مونږ د ستروسو حاصلاتو ته خوشاله یو، زمونږ د باغ حاصلات هم سږکال زیات دي که چیرې زمونږ تولیدات بهر ته انتقال شي او دلته مناسب بازار پیدا شي او له بهره هیواد ته د ستروسو د واردیدو مخه ونیول شي نو ګټه به یې زیاته وي له حکومت غواړو چې باید د باغونو په برخه کې پانګونه وکړي.»
د يادونې وړ ده ننګرهار د هيواد په کچه تر نورو ولایتونو د ستروسو د بڼونو د کينولو او بڼوالۍ په پار په نسبي ټول ښه او مناسب بلل کیږي او په دې ولایت کې د ستروسو بوټو د حاصلاتو د ښه والي له کبله په دې وروستیو کې په يو شمیر ولسوالیو کې هم خلکو د دغه بوټو بڼونو جوړولو ته مخه کړي ده.
دغه راز کرنيز پوهان وايي چې د ننګرهار اب و هوا د مديتراني اقليم سره تړلې چې د ستروسو د ودې لپاره مناسبه ګڼل شوې ده او همدغه وجه ده چې ننګرهار کې د ستروسو باغونه ښه پرمختګ کوي.
