د رسنیو اقتصادي ستونزې؛ هلمند کې یوې خصوصي راډيو خپل نشرات بند کړل

اطلاعات روز: هېواد کې د اقتصادي ستونزو له امله د نورو ولایتونو ترڅنګ په هلمند کې هم د ۹ خصوصي راډيوګانو له ډلې یوې یې خپل نشرات بندل کړل.

د هلمند په مرکز لښکرکاه کې د بست خصوصي راډيو د نشراتو مسوول نعمت الله همت نن (دوشنبه، ۳ د لړم) اطلاعات روز وویل، دې راډیو په ۲۰۰۷ میلادي کال کې په لښکرګاه کې په ۸۹،۸ اف ام څپو نشرات پیل کړل او له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې یې په بېلابېلو برخو کې خپرونې او خبرونه خپرول.

د ده په خبره، اوسنۍ اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې راډیو خپل نشرات ودروي.

هغه وایي: «بسټ راډیو په ۲۰۰۷ میلادي کال کې په لښکرګاه کې فعالیت پیل کړی، په یاده موده کې موږ په ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ ساعته نشرات درلودل. ښوونیزې، ادبي، معلوماتي، روغتیایي، سیاسي او نورې خپرونې مو درلودې. خو د اقتصادي ستونزو له امله اړ شوو چې خپرونې ودروو.»

بلخوا بیا په لښکرګاه کې د «لښکرګاه» په نوم د سیمه‌ییزې راډیو مسول عبدالستارعطایي هم اطلاعات روز ته وویل، هره راډيو یو شمېر کارکونکي لري او لګښتونه یې خورا ډېر دي. که رسنیو ته سوداګریز اعلانات ورنه کړل شي او یا مرستندویه بنسټونه مرستې ورسره ونه کړي، شونې ده چې ډېری رسنۍ به فعالیت بند کړي.

هغه وویل: «موږ وینو چې اقتصادي حالت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی، که مرستندویه بنسټونه له رسنیو سره همکاري ونه کړي، شونې ده چې ډېری رسنۍ به له کاره ولوېږي.»

همدارنګه د غږ په نوم د یوې بلې راډیو مدیر مسول له طالبانو غواړي چې له یادو راډیوګانو سره مرستې وکړي، څو خپلو خپرونو ته دوام ورکړي.

هغه وایي: «موږ له شته حکومت غواړو چې زموږ لاسنیوی وکړي او اقتصادي ستونزې مو حل کړي.»

په هلمند کې درې ټلویزیونونه او نهه خصوصي اف ام راډیوګانې فعالیت لري، چې مسکا، ژوندون او یو شمېر نورو یې د اقتصادي ستونزو له امله خپرونې درولې دي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمن کيدو وروسته په ټول هېواد کې د بیان ازادي او د رسنيو فعاليت له ګواښ سره مخ دی.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اندېښنه ښودلې چې له تېرې یوې نیمې میاشتې نه په زیاته موده کې، له کله چې طالبانو پر ټول افغانستان واکمن شوي، اطلاعاتو د نه‌لاسرسي ترڅنګ خبریالان له فزیکي تاوتریخوالي او اقتصادي ستونزو او کړاوونو سره مخ دي.

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې په افغانستان کې د رسنيو د فعاليت په اړه د يوي نظر پوښتني پايلي شريکي کړي چې د دې نظر پوښتنې پر بنسټ، اوس‌‌مهال یوازې ۳۰ سلنه رسنۍ په افغانستان کې فعالې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه