اطلاعات روز: هېواد کې د اقتصادي ستونزو له امله د نورو ولایتونو ترڅنګ په هلمند کې هم د ۹ خصوصي راډيوګانو له ډلې یوې یې خپل نشرات بندل کړل.
د هلمند په مرکز لښکرکاه کې د بست خصوصي راډيو د نشراتو مسوول نعمت الله همت نن (دوشنبه، ۳ د لړم) اطلاعات روز وویل، دې راډیو په ۲۰۰۷ میلادي کال کې په لښکرګاه کې په ۸۹،۸ اف ام څپو نشرات پیل کړل او له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې یې په بېلابېلو برخو کې خپرونې او خبرونه خپرول.
د ده په خبره، اوسنۍ اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې راډیو خپل نشرات ودروي.
هغه وایي: «بسټ راډیو په ۲۰۰۷ میلادي کال کې په لښکرګاه کې فعالیت پیل کړی، په یاده موده کې موږ په ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ ساعته نشرات درلودل. ښوونیزې، ادبي، معلوماتي، روغتیایي، سیاسي او نورې خپرونې مو درلودې. خو د اقتصادي ستونزو له امله اړ شوو چې خپرونې ودروو.»
بلخوا بیا په لښکرګاه کې د «لښکرګاه» په نوم د سیمهییزې راډیو مسول عبدالستارعطایي هم اطلاعات روز ته وویل، هره راډيو یو شمېر کارکونکي لري او لګښتونه یې خورا ډېر دي. که رسنیو ته سوداګریز اعلانات ورنه کړل شي او یا مرستندویه بنسټونه مرستې ورسره ونه کړي، شونې ده چې ډېری رسنۍ به فعالیت بند کړي.
هغه وویل: «موږ وینو چې اقتصادي حالت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی، که مرستندویه بنسټونه له رسنیو سره همکاري ونه کړي، شونې ده چې ډېری رسنۍ به له کاره ولوېږي.»
همدارنګه د غږ په نوم د یوې بلې راډیو مدیر مسول له طالبانو غواړي چې له یادو راډیوګانو سره مرستې وکړي، څو خپلو خپرونو ته دوام ورکړي.
هغه وایي: «موږ له شته حکومت غواړو چې زموږ لاسنیوی وکړي او اقتصادي ستونزې مو حل کړي.»
په هلمند کې درې ټلویزیونونه او نهه خصوصي اف ام راډیوګانې فعالیت لري، چې مسکا، ژوندون او یو شمېر نورو یې د اقتصادي ستونزو له امله خپرونې درولې دي.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمن کيدو وروسته په ټول هېواد کې د بیان ازادي او د رسنيو فعاليت له ګواښ سره مخ دی.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اندېښنه ښودلې چې له تېرې یوې نیمې میاشتې نه په زیاته موده کې، له کله چې طالبانو پر ټول افغانستان واکمن شوي، اطلاعاتو د نهلاسرسي ترڅنګ خبریالان له فزیکي تاوتریخوالي او اقتصادي ستونزو او کړاوونو سره مخ دي.
د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې په افغانستان کې د رسنيو د فعاليت په اړه د يوي نظر پوښتني پايلي شريکي کړي چې د دې نظر پوښتنې پر بنسټ، اوسمهال یوازې ۳۰ سلنه رسنۍ په افغانستان کې فعالې دي.
