اطلاعات روز: ارزګان ولایت کې په لومړی ځل د يوه ناروغ صدر (ځيګر) جراحي عمليات بريالي ترسره شوي دي.
په ارزګان کې د ترينکوټ ولايتي روغتون مسوولين وايي په دغه ولايت کې يې په لوړه کچه په کمو امکاناتو د سینې په برخه کې د يو ناروغ د صدر جراحي عمليات کړي دي.
د ترینکوټ د ولايتي روغتون مشر امين الله توخي نن (دوشنبه، ۳ د لړم) اطلاعات روز ته وويل چې د ځيګر دغه ډول لوي عمليات ترسره کيدل يو بېساری ګام دی او د افغانستان په ډيرو کمو ولايتونو کې دغه ډول عمليات ترسره کيږي.
توخي وايي د صدر دغه عمليات د ترينکوټ ولايتي روغتون کې د يو جراحي ډاکټر لخوا ترسره شوي دي.
نوموړی وايي د ياد جراحي ډاکټر لخوا دغه عمليات په داسې وخت کې ترسره کيږي چې لا هم د ارزګان په روغتونونو کې دوی د ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
هغه وايي د روغتون د کارکوونکو د معاشونو، برښنا، درملو او نورو امکاناتو نشت يې له عمده ستونزو څخه ګڼل کيږي.
توخې وايي: «د سینې په برخه کې د صدر عمليات او د صدر خلاصيدل يوه لويه خبر ده دغه ډول جراحي عمليات په ډيرو کمو ولايتونو کې ترسره کيږي د خوشحالۍ ځای دی چې موږ په ترينکوټ ولايتي روغتون کې يو ډاکټر دغه عمليات پر داسې وخت ترسره کړل چې لاهم موږ برښنا نه لرو چې له امله يې دلته د وېنې د بانک زموږ د سقوط په حال کې دی د اوبو ستونزه هم لرو همداسې ګڼې نورې ستونزې هم شته.»

د حبیب الله باوري په نوم دغه جرايي داکټر چې ياد عمليات يې ترسره کړي دي وايي په ډيرو کمو امکاناتو يې د سینې په برخه کې د صدر دغه ډول عمليات ترسره کړي دي.
هغه ادعا کوي که يې د ناروغ ياد عملیات نه وی کړي نو ياد ناروغ به ژوند له لاسه ورکړی وی.
باوري وايي: «دغه ناروغ چې د شهيد اساس ولسوالۍ څخه راوړل شوی و، وینه يې زياته له لاسه ورکړې وه عاجل موږ عملیات خونې ته انتقال کړ او د ځيګر عمليات مو ورته وکړ. دغه ډول عمليات ډير سخت دي او ډير کم امکان لري چې دغه ډول عمليات دې بريالي شي هيله ده مسولين دلته شته ستونزې حل کړي. موږ ناروغان د ټیلیفون رڼا ته عمليات کړي دي.»
تردې مخکې په ارزګان کې روغتیاپالانو او ناروغانو په روغتونو کې د امکاناتو د نشت څخه شکايتونه کړي دي او له مسولينو يې د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.
