ارزګان کې په لومړي ځل د ځیګر عملیات بریالي ترسره شول

اطلاعات روز: ارزګان ولایت کې په لومړی ځل د يوه ناروغ صدر (ځيګر) جراحي عمليات بريالي ترسره شوي دي.

په ارزګان کې د ترينکوټ ولايتي روغتون مسوولين وايي په دغه ولايت کې يې په لوړه کچه په کمو امکاناتو د سینې په برخه کې د يو ناروغ  د صدر جراحي عمليات کړي دي.

د ترینکوټ د ولايتي روغتون مشر امين الله توخي نن (دوشنبه، ۳ د لړم) اطلاعات روز ته وويل چې د ځيګر دغه ډول لوي عمليات ترسره کيدل يو بې‌ساری ګام دی او د افغانستان په ډيرو کمو ولايتونو کې دغه ډول عمليات ترسره کيږي.

توخي وايي د صدر دغه عمليات د ترينکوټ ولايتي روغتون کې د يو جراحي ډاکټر لخوا ترسره شوي دي.

نوموړی وايي د ياد جراحي ډاکټر لخوا دغه عمليات په داسې وخت کې ترسره کيږي چې لا هم د ارزګان په روغتونونو کې دوی د ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

هغه وايي د روغتون د کارکوونکو د معاشونو، برښنا، درملو او نورو امکاناتو نشت يې له عمده ستونزو څخه ګڼل کيږي.

توخې وايي: «د سینې په برخه کې د صدر عمليات او د صدر خلاصيدل يوه لويه خبر ده دغه ډول جراحي عمليات په ډيرو کمو ولايتونو کې ترسره کيږي د خوشحالۍ ځای دی چې موږ په ترينکوټ ولايتي روغتون کې يو ډاکټر دغه عمليات پر داسې وخت ترسره کړل چې لاهم موږ برښنا نه لرو چې له امله يې دلته د وېنې د بانک زموږ د سقوط په حال کې دی د اوبو ستونزه هم لرو همداسې ګڼې نورې ستونزې هم شته.»

د حبیب الله باوري په نوم دغه جرايي داکټر چې ياد عمليات يې ترسره کړي دي وايي په ډيرو کمو امکاناتو يې د سینې په برخه کې د صدر دغه ډول عمليات ترسره کړي دي.

د حبیب الله باوري په نوم دغه جرايي داکټر چې ياد عمليات يې ترسره کړي دي وايي په ډيرو کمو امکاناتو يې د سینې په برخه کې د صدر دغه ډول عمليات ترسره کړي دي.

هغه ادعا کوي که يې د ناروغ ياد عملیات نه وی کړي نو ياد ناروغ به ژوند له لاسه ورکړی وی.

باوري وايي: «دغه ناروغ چې د شهيد اساس ولسوالۍ څخه راوړل شوی و، وینه يې زياته له لاسه ورکړې وه عاجل موږ عملیات خونې ته انتقال کړ او د ځيګر عمليات مو ورته وکړ. دغه ډول عمليات ډير سخت دي او ډير کم امکان لري چې دغه ډول عمليات دې بريالي شي هيله ده مسولين دلته شته ستونزې حل کړي. موږ ناروغان د ټیلیفون رڼا ته عمليات کړي دي.»

تردې مخکې په ارزګان کې روغتیاپالانو او ناروغانو په روغتونو کې د امکاناتو د نشت څخه شکايتونه کړي دي او له مسولينو يې د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه