د طالبانو وزیرانو شورا لومړنۍ ناسته؛ د حکومتي ارګانو غصب‌شوې ځمکې بېرته ګرځول کېږي

اطلاعات روز: د چارو اداره وایي، طالبانو د وزیرانو شورا ناسته د ریاست الوزار یا لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال او کفیل ملا برادر اخند په مشرۍ ترسره کړه. دا ناسته د طالبانو د وزیرانو شورا لومړۍ ناسته ده.

د چارو ادارې نن (سه‌شنبه، ۱۳ د تلې) پر خپلې فیسبوکپاڼې خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه ناسته پرون ترسره او یو لړ پرېکړې په کې وشوې.

خبرپاڼه وایي، په دې ناسته کې د ځمکو د غصب د موضوع په اړه پریکړه وشوه چې هر هغه حکومتي ارګان چې مربوطه ځمکې یې غصب شوي وي، د بیرته راګرځولو لپاره دې پخپله اقدام وکړي او د اصولو په چوکاټ کې دې دوسیه تعقیب کړي.

دغه راز په دې ناسته کې ویل شوي، چې له ځینو پخوانیو چارواکو سره لا هم وسله‌وال کسان او وسلې پاتې دي چې په وینا یې همدا وسلې د نظم د اخلال، غصب او نورو بې‌قانونه فعالیتونو لامل کېږي.

له همدې امله د طالبانو د وزیرانو شورا په دې ناسته کې پرېکړه شوې، څو یو کمېسیون جوړ او په دې اړه غور وکړي او هغوی ته یوازې د اړتیا په کچه وسلې پرېږدي.

اعلامیه وایي: «پریکړه وشوه چې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو د عمومي ریاست په ګډون دې یو کمیسیون جوړ شي، تر څو د دې وسلو او مسلحو کسانو په اړه غور وکړي، تر څو هغوی ته د وسلو درلودلو لپاره ځانګړي کارتونو توزیع او یوازې د اړتیا په اندازه د وسلو درلودلو اجازه ورکړل شي.»

اعلامیه وایي، د دې کمیسیون مشري به د دفاع وزارت د مرستیال ملا محمد فاضل آخند په غاړه وي چې د کورنیو چارو وزارت او او استخباراتو د عمومي ریاست مرستیالان به هم په کې شامل وي.

همدارنګه په دې ناسته کې د ښاروالۍ لخوا د معطل شویو ساختماني چارو د بیا پيل، د پاسپورټونو د توزیع د پیل موضوع، د غیر فعالو ادارو د چارو د بیا شروع کیدو او ګڼو موضوعاتو په اړه هم تفصیلي بحث شوی او پریکړې صادرې شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه