اطلاعات روز: د چارو اداره وایي، طالبانو د وزیرانو شورا ناسته د ریاست الوزار یا لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال او کفیل ملا برادر اخند په مشرۍ ترسره کړه. دا ناسته د طالبانو د وزیرانو شورا لومړۍ ناسته ده.
د چارو ادارې نن (سهشنبه، ۱۳ د تلې) پر خپلې فیسبوکپاڼې خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه ناسته پرون ترسره او یو لړ پرېکړې په کې وشوې.
خبرپاڼه وایي، په دې ناسته کې د ځمکو د غصب د موضوع په اړه پریکړه وشوه چې هر هغه حکومتي ارګان چې مربوطه ځمکې یې غصب شوي وي، د بیرته راګرځولو لپاره دې پخپله اقدام وکړي او د اصولو په چوکاټ کې دې دوسیه تعقیب کړي.
دغه راز په دې ناسته کې ویل شوي، چې له ځینو پخوانیو چارواکو سره لا هم وسلهوال کسان او وسلې پاتې دي چې په وینا یې همدا وسلې د نظم د اخلال، غصب او نورو بېقانونه فعالیتونو لامل کېږي.
له همدې امله د طالبانو د وزیرانو شورا په دې ناسته کې پرېکړه شوې، څو یو کمېسیون جوړ او په دې اړه غور وکړي او هغوی ته یوازې د اړتیا په کچه وسلې پرېږدي.
اعلامیه وایي: «پریکړه وشوه چې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو د عمومي ریاست په ګډون دې یو کمیسیون جوړ شي، تر څو د دې وسلو او مسلحو کسانو په اړه غور وکړي، تر څو هغوی ته د وسلو درلودلو لپاره ځانګړي کارتونو توزیع او یوازې د اړتیا په اندازه د وسلو درلودلو اجازه ورکړل شي.»
اعلامیه وایي، د دې کمیسیون مشري به د دفاع وزارت د مرستیال ملا محمد فاضل آخند په غاړه وي چې د کورنیو چارو وزارت او او استخباراتو د عمومي ریاست مرستیالان به هم په کې شامل وي.
همدارنګه په دې ناسته کې د ښاروالۍ لخوا د معطل شویو ساختماني چارو د بیا پيل، د پاسپورټونو د توزیع د پیل موضوع، د غیر فعالو ادارو د چارو د بیا شروع کیدو او ګڼو موضوعاتو په اړه هم تفصیلي بحث شوی او پریکړې صادرې شوې دي.
