اطلاعات روز: د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین وایي، سږ کال به په دغه ولایت کې پر ۱۳۰۰ جريبه ځمکه نوي بڼونه جوړ شي.
د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د همکارو پروژو له مسوولینو سره په دې اړه ناسته کړې او تمه لري چې یاد شمیر بڼونو به د ننګرهار په شپږ ولسوالیو کې په راروانو درې میاشتو کې جوړ شي.
نوموړی وایي، اوسمهال د کرنې ریاست اړوند د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې په پنځه زره جریبه ځمکه باغونه جوړ شوي او سږکال یې ترې دوه ویشت زره میټرک ټنه مختلف نوعه تازه میوه ترلاسه کړې ده.
عبدالستار محمد زیاتوي: «د ننګرهار د کرنې ریاست له مختلفو همکارو موسساتو سره په دې اړه ناسته کړې، چې د ننګرهار په مختلفو شپږو ولسوالیو کې به په راتلونکو درییو میاستو کې ۱۳۰۰ جریبه ځمکه نوې باغونه جوړ شي او له همدې لارې به ګڼ شمیر خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي او همدارنګه د ننګرهار کرنې ریاست اړوند د دې ولایت په مختلفو سیمو کې په پنځه زره جریبه ځمکه باغونه جوړ شوي او حاصل یې هم ورکړی چې دوه ویشت زره میټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي.»
عبدالستار ټینګار کوي او وایي، چې د بڼوالۍ ارزښت ته به ځانګړې پاملرنه وشي او په همدې موخه سږ کال د نیالګیو روزونکو ټولنې د ننګرهار په بېلابېلو قوریو ۳۷۵ زره اصله د مالټو، لیمو، شفتالو، املوک، الوچو او چار مغزو بوټي روزلې او د کښت لپاره تیار دي.
عبدالستار محمد زیاته کړه: «اسلامي امارت د هیواد د ابادۍ لپاره هلې ځلې کوي او په همدې موخه یې د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې د باغونو جوړیدو پلان هم نیولی او ترڅنګ د نیالګیو روزونکو په مختلفو قوریو کې شاوخوا ۳۷۵ زره اصلي د ستروسو بوټي روزلي او د کښت لپاره اماده دي او تمه لرو چې د یادو باغونو په جوړیدو سره به د خلکو په ژوند کې ډیر زیاتې اسانتیاوې هم رامنځته شي.»
د ننګرهار د کامې ولسوالۍ یو بڼوال شفیعالله بیا د امکاناتو غوښتونکي دي، څو وکولی شي د وچکالۍ له امله له رامنځته شوېو ستونزو سره مبارزه وکړي.
شفیع الله زیاتوي: «مونږ له طالبانو غوښتنه کوو، چې کوم باغونو چې پخوا جوړ شوی د هغې هم باید سمه ساتنه وکړي او نوې باغونه چې جوړیږي د دې باغونو په جوړیدو کې دې هم له پوره احتیاط کار واخلي، چې سم ډول یې ساتنه وکړي او دا حاصلات یې هم په کور دننه او بهر باید مارکیټ پیدا کړي.»
ننګرهار د هیواد یو له هغو زراعتي ولایتونو څخه دی، چې ډیره ځمکه یې حاصل خیزه خو بزګران یې شکایت کوي، چې ډیر کله یې تولیدات د بازار د نشتون له امله په کور پاتې کیږي.
