سږ کال ننګرهار کې پر ۱۳سوه جریبه ځمکه نوي بڼونه جوړېږي

اطلاعات روز: د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست  مسولین وایي، سږ کال به په دغه ولایت کې پر ۱۳۰۰ جريبه ځمکه نوي بڼونه جوړ شي.

د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د همکارو پروژو له مسوولینو سره په دې اړه ناسته کړې او تمه لري چې یاد شمیر بڼونو به د ننګرهار په شپږ ولسوالیو کې په راروانو درې میاشتو کې جوړ شي.

نوموړی وایي، اوسمهال د کرنې ریاست اړوند د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې په پنځه زره جریبه ځمکه باغونه جوړ شوي او سږکال یې ترې دوه ویشت زره میټرک ټنه مختلف نوعه تازه میوه ترلاسه کړې ده.

عبدالستار محمد زیاتوي: «د ننګرهار د کرنې ریاست له مختلفو همکارو موسساتو سره په دې اړه ناسته کړې، چې د ننګرهار په مختلفو شپږو ولسوالیو کې به په راتلونکو درییو میاستو کې ۱۳۰۰ جریبه ځمکه نوې باغونه جوړ شي او له همدې لارې به ګڼ شمیر خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي او همدارنګه د ننګرهار کرنې ریاست اړوند د دې ولایت په مختلفو سیمو کې په پنځه زره جریبه ځمکه باغونه جوړ شوي او حاصل یې هم ورکړی چې دوه ویشت زره میټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي.»

عبدالستار ټینګار کوي او وایي، چې د بڼوالۍ ارزښت ته به ځانګړې پاملرنه وشي او په همدې موخه سږ کال د نیالګیو روزونکو ټولنې د ننګرهار په بېلابېلو قوریو ۳۷۵ زره اصله د مالټو، لیمو، شفتالو، املوک، الوچو او چار مغزو بوټي روزلې او د کښت لپاره تیار دي.

عبدالستار محمد زیاته کړه: «اسلامي امارت د هیواد د ابادۍ لپاره هلې ځلې کوي او په همدې موخه یې د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې د باغونو جوړیدو پلان هم نیولی او ترڅنګ د نیالګیو روزونکو په مختلفو قوریو کې شاوخوا ۳۷۵ زره اصلي د ستروسو بوټي روزلي او د کښت لپاره اماده دي او تمه لرو چې د یادو باغونو په جوړیدو سره به د خلکو په ژوند کې ډیر زیاتې اسانتیاوې هم رامنځته شي.»

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ یو بڼوال شفیع‌الله بیا د امکاناتو غوښتونکي دي، څو وکولی شي د وچکالۍ له امله له رامنځته شوېو ستونزو سره مبارزه وکړي.

شفیع الله زیاتوي: «مونږ له طالبانو غوښتنه کوو، چې کوم باغونو چې پخوا جوړ شوی د هغې هم باید سمه ساتنه وکړي او نوې باغونه چې جوړیږي د دې باغونو په جوړیدو کې دې هم له پوره احتیاط کار واخلي، چې سم ډول یې ساتنه وکړي او دا حاصلات یې هم  په کور دننه او بهر باید مارکیټ پیدا کړي.»

ننګرهار د هیواد یو له هغو زراعتي ولایتونو څخه دی، چې ډیره ځمکه یې حاصل خیزه خو بزګران یې شکایت کوي، چې ډیر کله یې تولیدات د بازار د نشتون له امله په کور پاتې کیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه