اطلاعات روز: په کندهار ولایت کې د «هیله» خیریه بسټ مشره، ډاکتره او مدني فعاله فهیمه رحمتي وايي، طالبان د هغې کور ته ورغلي او د دې دوه ورونه او درې خپلوان يې ځان سره بیولې دي.
اغلې رحمتي اطلاعات روز ورځپاڼي ته وویل چې طالب سرتېرو تېره شپه (شنبه، د وږي ۲۰مه) دوه ځله کندهار ښار کې د هغې پر کور برید کړی. لومړی برید په ۱۰:۴۵ دقیقو شاوخوا کې شوی دی.
هغې زیاته کړه چې په دې پیښه کې لومړی طالبانو هغه او د کورنۍ غړي يې له کور څخه د باندې کړل او بیا يې کور تلاشي کړ. دا مدني فعاله وايي چې د کور تلاشي په اړه هغې په خپل فیسبوک پاڼه په ژوندي بڼه خبري کړې وې.
اغلې رحمتي په ورته مهال وویل چې څه باندې ۱۵۰ طالب سرتیرو څو ګړۍ وروسته د هغې پر کور بیا برید وکړ. په دې پیښه کې یو شمیر طالبانو کور محاصره کړ او یو شمیر نور دننه کورته ورغلي دي.
هغې ټینګار وکړ چې طالبانو د هغې د کور ټول غړي د باندې کړل او د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول يې ووهل. هغې دغهراز وویل چې بیا د طالبانو ډلې سرتیرو د دې دوه ورونه او دوه اوښي او دغهراز یو ګاوندی له ځان سره یوړل.
اغلې رحمتي وویل چې مشر ورور يې د نیولو وخت کې د طالبانو له خوا ټپي و. هغې وویل چې طالبانو دغه ورور يې روغتون ته بیولی دی او اوس پته نشته چې هغه «مشر ورور يې» ژوندی دی او که مړ؟
په کندهار کې دې مدني فعالې ټينګار وکړ چې د خپلوانو د خوشي کیدو لپاره یې د کندهار والي محمد یوسف وفا سره څو ځله اړیکه نیولې. د هغې په وینا د والي سکرتر څو ځله ژمنه ورسره کړې چې دا کسان به خوشي کړي.
د اطلاعات روز خبریال سره په خبرو کې فهیمې رحمتي سره د طالبانو یو مسوول اړیکه ونیوله او د خپلوانو د خوشي کولو ژمنه یې وکړه. هغې په زاریو د طالبانو له دې مسووله وغوښتل چې خپلوان يې ورخوشي کړي، دا به يې په بدل کې د دې طالب لاس او پښې ښکل کړي.
په ورته مهال رحمتي وویل چې د طالبانو له خوا د خپلوانو له خوشي کیدو وروسته د هیلې خیریه بنسټ کې له کاره لاس اخلي او افغانستان پرېږدي. هغې ټینګار وکړ: «نو مې کارونه بندوم؛ ځکه چې کندهار کې وېره او وحشت خپور ده.»
په ورته وخت کې په کندهار کې د طالبانو مطبوعاتي مسوول رحمت الله نړیوال اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې دا برید د دوی د ډلی کار و. د هغه په وینا د پخواني رژیم د استخبارتو یو وسلهوال کس په دې کور کې پټ شوی و.
د هغه په وینا دې کور ته د طالبانو په رسیدو سره له دننه کور څخه د ډزو غږ اوریدل شوی دی. رحمت الله نړیوال ټینګار وکړ چې هغه او له هغه سره اړوند نور کسان هم د طالبانو له لوري نیول شوي دي.
