په کندهار کې د یوې مدني فعالي پر کور برید؛ «دوه ورونه او درې خپلوان مې يې له ځان سره بوتلل»

اطلاعات روز: په کندهار ولایت کې د «هیله» خیریه بسټ مشره، ډاکتره او مدني فعاله فهیمه رحمتي وايي، طالبان د هغې کور ته ورغلي او د دې دوه ورونه او درې خپلوان يې ځان سره بیولې دي.

اغلې رحمتي اطلاعات روز ورځپاڼي ته وویل چې طالب سرتېرو تېره شپه (شنبه، د وږي ۲۰مه) دوه ځله کندهار ښار کې د هغې پر کور برید کړی. لومړی برید په ۱۰:۴۵ دقیقو شاوخوا کې شوی دی.

هغې زیاته کړه چې په دې پیښه کې لومړی طالبانو هغه او د کورنۍ غړي يې له کور څخه د باندې کړل او بیا يې کور تلاشي کړ. دا مدني فعاله وايي چې د کور تلاشي په اړه هغې په خپل فیسبوک پاڼه په ژوندي بڼه خبري کړې وې.

اغلې رحمتي په ورته مهال وویل چې څه باندې ۱۵۰ طالب سرتیرو څو ګړۍ وروسته د هغې پر کور بیا برید وکړ. په دې پیښه کې یو شمیر طالبانو کور محاصره کړ او یو شمیر نور دننه کورته ورغلي دي.

هغې ټینګار وکړ چې طالبانو د هغې د کور ټول غړي د باندې کړل او د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول يې ووهل. هغې دغه‌راز وویل چې بیا د طالبانو ډلې سرتیرو د دې دوه ورونه او دوه اوښي او دغه‌راز یو ګاوندی له ځان سره یوړل.

اغلې رحمتي وویل چې مشر ورور يې د نیولو وخت کې د طالبانو له خوا ټپي و. هغې وویل چې طالبانو دغه ورور يې روغتون ته بیولی دی او اوس پته نشته چې هغه «مشر ورور يې» ژوندی دی او که مړ؟

په کندهار کې دې مدني فعالې ټينګار وکړ چې د خپلوانو د خوشي کیدو لپاره یې د کندهار والي محمد یوسف وفا سره څو ځله اړیکه نیولې. د هغې په وینا د والي سکرتر څو ځله ژمنه ورسره کړې چې دا کسان به خوشي کړي.

د اطلاعات روز خبریال سره په خبرو کې فهیمې رحمتي سره د طالبانو یو مسوول اړیکه ونیوله او د خپلوانو د خوشي کولو ژمنه یې وکړه. هغې په زاریو د طالبانو له دې مسووله وغوښتل چې خپلوان يې ورخوشي کړي، دا به يې په بدل کې د دې طالب لاس او پښې ښکل کړي.

په ورته مهال رحمتي وویل چې د طالبانو له خوا د خپلوانو له خوشي کیدو وروسته د هیلې خیریه بنسټ کې له کاره لاس اخلي او افغانستان پرېږدي. هغې ټینګار وکړ: «نو مې کارونه بندوم؛ ځکه چې کندهار کې وېره او وحشت خپور ده.»

په ورته وخت کې په کندهار کې د طالبانو مطبوعاتي مسوول رحمت الله نړیوال اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې دا برید د دوی د ډلی کار و. د هغه په وینا د پخواني رژیم د استخبارتو یو وسله‌وال کس په دې کور کې پټ شوی و.

د هغه په وینا دې کور ته د طالبانو په رسیدو سره له دننه کور څخه د ډزو غږ اوریدل شوی دی. رحمت الله نړیوال ټینګار وکړ چې هغه او له هغه سره اړوند نور کسان هم د طالبانو له لوري نیول شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه