اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان په کابل کې د طالبان له خوا د اعتراض کوونکو او خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي راپورونو په اړه اندیښنه ښودلې ده.
دې سازمان نن (سه شنبه، د وږي ۱۶مه) په یو ټوېټ کې لیکلي چې د خپلواکۍ له حق څخه ګټه اخیستنه او سولهییزې غونډې یو بشري حق دی.
د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې دې حق ته درناوي وکړي او خلکو ته اجازه ورکړي چې خپلو حقونو څخه ګټه واخلي.
یوه وېډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې چې ښکاره کوي طالبان د ډزو په کولو لاریون کوونکي لرې کوي.
د ټولنیزو شبکو ځینو کارن او عیني شاهدان وایي چې طالبانو لاریون کوونکي ووهل او د لاریون کوونکو موټر يې ویجاړ او د خبریالانو کمرې یې له منځه وړي دي.
په ورته مهال طلوع نیوز په یو ټوېټ کې ویلي چې طالبانو د مظاهرې په وخت کې ځینې خبریالان د انځور له اخیستو منع کړي دي. طلوعنیوز دغه راز ویلي چې طالبانو د دې ټلوېزیون فلماخیستونکی نیولی او له کمرې سره یې یو ځای وړی دی.
همداراز د ځینو نورو رسنیو خبریالان او کمرهمینان یې طالبانو ځان سره وړي دي. د طالبانو له خوا نیول شویو خبریالانو کې روحالله مشکین قلم، وحید احمدي، سمېع جهش، علي خارا او ځینې نور ول چې ویل کېږي بېرته یې خوشې کړي دي.
پپه دې ډله کې کابل نیوز پر ټوېټر لیکلي چې د دوی یو کمرهمین احمد نجیم سلطاني ټپي شوی او خبریال عمران فضلي وهل ټکول شوی دی. دغه راز د تمدن ټلوېزیون فلماخیستونکی نورالدین باهر هم وهل ټکول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل سلګونه اوسیدونکو نن د پاکستان د سفارت پر وړاندي په مظاهرو لاس پورې کړ. دې لاریون کوونکو غوښتل چې د ارګ خواته لاړ شي چې «زنبق» څلورلارې کې د طالب سرتیرو سره مخ شول.
لاریون کوونکو د پاکستان او په افغانستان کې د هغوی د لاسوهنو پر ضد شعارونه ورکول.
طالبانو تازه په دې اړه څه نه دې ویلي.
