د بښنې سازمان: طالبان دې د خلکو د سوله‌ییزې ټولېدنې ازادۍ حق ته درناوی وکړي

اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان په کابل کې د طالبان له خوا د اعتراض کوونکو او خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي راپورونو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

دې سازمان نن (سه شنبه، د وږي ۱۶مه) په یو ټوېټ کې لیکلي چې د خپلواکۍ له حق څخه ګټه اخیستنه  او سوله‌ییزې غونډې یو بشري حق دی.

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې دې حق ته درناوي وکړي او خلکو ته اجازه ورکړي چې خپلو حقونو څخه ګټه واخلي.

یوه وېډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې چې ښکاره کوي طالبان د ډزو په کولو لاریون کوونکي لرې کوي.

د ټولنیزو شبکو ځینو کارن او عیني شاهدان وایي چې طالبانو لاریون کوونکي ووهل او د لاریون کوونکو موټر يې ویجاړ او د خبریالانو کمرې یې له منځه وړي دي.

په ورته مهال طلوع  نیوز په یو ټوېټ کې ویلي چې طالبانو د مظاهرې په وخت کې ځینې خبریالان د انځور له اخیستو منع کړي دي. طلوع‌نیوز دغه راز ویلي چې طالبانو د دې ټلوېزیون فلم‌اخیستونکی نیولی او له کمرې سره یې یو ځای وړی دی.

همداراز د ځینو نورو رسنیو خبریالان او کمره‌مینان یې طالبانو ځان سره وړي دي. د طالبانو له خوا نیول شویو خبریالانو کې روح‌الله مشکین قلم، وحید احمدي، سمېع جهش، علي خارا او ځینې نور ول چې ویل کېږي بېرته یې خوشې کړي دي.

پپه دې ډله کې کابل نیوز پر ټوېټر لیکلي چې د دوی یو کمره‌مین احمد نجیم سلطاني ټپي شوی او خبریال عمران فضلي وهل ټکول شوی دی. دغه راز د تمدن ټلوېزیون فلم‌اخیستونکی نورالدین باهر هم وهل ټکول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل سلګونه اوسیدونکو نن د پاکستان د سفارت پر وړاندي په مظاهرو لاس پورې کړ. دې لاریون کوونکو غوښتل چې د ارګ خواته لاړ شي چې «زنبق» څلورلارې کې د طالب سرتیرو سره مخ شول.

لاریون کوونکو د پاکستان او په افغانستان کې د هغوی د لاسوهنو پر ضد شعارونه ورکول.

 طالبانو تازه په دې اړه څه نه دې ویلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه