اطلاعات روز: له افغانستانه د وروستیو امریکایي ځواکونو وتو یوه ورځ وروسته، د ملګرو ملتونو سازمان سر منشي انتونیو ګوترش یوې وینا کې افغانستان کې د انساني او اقتصادي کړکېچ زیاتېدو او د بنسټیزو چوپړونو د بشپړو نسکورېدو ته اندېښنه وښوده.
د ښاغلي ګوترش په وینا کې راغلي چې بشري ناورین په لاره دي؛ د دې لپاره چې د افغانستان نیم نفوس (۱۸ میلیونه کسان) د ژوندي پاتي کیدو لپاره انساني مرستو ته اړتیا لري. د هغه په وینا، له هرو دریو کسانو یو يې نه پوهیږي چې د بل وخت خواړه به يې له کومه ځايه راشي.
ګوترش تاکیدوي چې خلک هره ورځ جامو او اساسي خدماتو ته لاسرسي له لاسه ورکوي او ممکنه ده چې له پنځو کالو ټیټ له نیمایي زیات ماشومان په راتلونکو کلونو کې له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو سازمان منشي زیاته کړه چې له هر وخته زیات اوس ماشومان، میرمني او نارينه د نړیوالې ټولني ملاتړ ته اړتیا لري.
هغه د ملګروملتونو له ټولو غړو هیوادونو غوښتي تر څو «د خلکو اړتیاوو تیارو ګړیو کې» د افغانستان خلکو لپاره هڅه وکړي او په وخت سره برابر، جامع او منعطفه بودجه جوړه کړي.
له بلی خوا، د ملګروملتونو سازمان د منشي په وینا کې راغلي چې افغانستان کې د پاتېکېدو او بشرپاله مرستو رسولو لپاره به بشرپاله سیستم ته ژمنتیا کې به سستي و نه او دا سازمان به راتلونکي اونۍ کې د بیړنیو نړیوالو مرستو او مالي اړتیاوو جزیات به د یو غوښتنلیک پر اساس د راتلونکو څلورو میاشتو لپاره خپور کړي.
آنتونیو ګوترش زیاته کړه چې د سختې وچکالۍ او سخت ژمي شرایطو ترمنځ باید اضافي خواړه، سرپنا او طبي مواد ژر تر ژره افغانستان ته ولیږدول شي.
هغه په افغانستان کې پر ټولو خواوو غږ وکړ چې د ژوند ژغورنې سرچینو او همدارنګه ټولو نارینه او ښځینه انسان دوستانه کارمندانو ته خوندي او بې پرې بشري لاسرسی اسانه کړي.
له دې سره، د ملګرو ملتونو منشي وویل چې روان کال یې اتو میلیونه کسانو ته مرستي رسولي دي. د هغه په وینا، یواځې په تیرو دوه اونيو کې ۸۰ زره کسانو ته خواړه او بيځایه شویو کورنیو ته بیړنۍ کڅوړې ورکړي دي.
