د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي: افغانستان کې بشري ناورین پر لاره دی

اطلاعات روز: له افغانستانه د وروستیو امریکایي ځواکونو وتو یوه ورځ وروسته، د ملګرو ملتونو سازمان سر منشي انتونیو ګوترش یوې وینا کې افغانستان کې د انساني او اقتصادي کړکېچ زیاتېدو او د بنسټیزو چوپړونو د بشپړو نسکورېدو ته اندېښنه وښوده.

د ښاغلي ګوترش په وینا کې راغلي چې بشري ناورین په لاره دي؛ د دې لپاره چې د افغانستان نیم نفوس (۱۸ میلیونه کسان) د ژوندي پاتي کیدو لپاره انساني مرستو ته اړتیا لري. د هغه په وینا، له هرو دریو کسانو یو يې نه پوهیږي چې د بل وخت خواړه به يې له کومه ځايه راشي.

ګوترش تاکیدوي چې خلک هره ورځ جامو او اساسي خدماتو ته لاسرسي له لاسه ورکوي او ممکنه ده چې له پنځو کالو ټیټ له نیمایي زیات ماشومان په راتلونکو کلونو کې له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو سازمان منشي زیاته کړه چې له هر وخته زیات اوس ماشومان، میرمني او نارينه د نړیوالې ټولني ملاتړ ته اړتیا لري.

هغه د ملګروملتونو له ټولو غړو هیوادونو غوښتي تر څو «د خلکو اړتیاوو تیارو ګړیو کې» د افغانستان خلکو لپاره هڅه وکړي او  په وخت سره برابر، جامع او منعطفه بودجه جوړه کړي.

له بلی خوا، د ملګروملتونو سازمان د منشي په وینا کې راغلي چې افغانستان کې د پاتې‌کېدو او بشرپاله مرستو رسولو لپاره به بشرپاله سیستم ته ژمنتیا کې به سستي و نه او دا سازمان به راتلونکي اونۍ کې د بیړنیو نړیوالو مرستو او مالي اړتیاوو جزیات به د یو غوښتنلیک پر اساس د راتلونکو څلورو میاشتو لپاره خپور کړي.

آنتونیو ګوترش زیاته کړه چې د سختې وچکالۍ او سخت ژمي شرایطو ترمنځ باید اضافي خواړه، سرپنا او طبي مواد ژر تر ژره افغانستان ته ولیږدول شي.

هغه په افغانستان کې پر ټولو خواوو غږ وکړ چې د ژوند ژغورنې سرچینو او همدارنګه ټولو نارینه او ښځینه انسان دوستانه کارمندانو ته خوندي او بې پرې بشري لاسرسی اسانه کړي.

له دې سره، د ملګرو ملتونو منشي وویل چې روان کال یې اتو میلیونه کسانو ته مرستي رسولي دي. د هغه په وینا، یواځې په تیرو دوه اونيو کې ۸۰ زره کسانو ته خواړه او بيځایه شویو کورنیو ته بیړنۍ کڅوړې ورکړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه