اطلاعات روز: د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان ته تللي افغان پلاوي سره دغه هېواد اسلاماباد کې د افغانستان د سفیر د لور سلسلې عليخېل د تښتونې او ربړونې قضیې په اړه د شوې هوکړې له مخې همکاري نه ده کړې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سهشنبه، ۱۹ د زمري) په خپرې کړې خبرپاڼه کې په یاده قضیه کې د پاکستان له نه همکارۍ شکایت کړی دی.
یاد وزارت ویلي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پلاوي په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور د تښتونې او شکنجې پېښې په تړاو چې د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۲۵ نیټه رامنځ ته شوې وه، پاکستان ته سفر وکړ.
د وزارت په وینا، د لیدنې پرمهال پاکستاني لوري د افغان پلاوي سره د قضیې په اړه ځینې مالومات او موندنې شریکې کړې، خو زیاتوي چې د ېیښې په تړاو د پاکستاني چارواکو څرګندونو سره یې توپیر درلود او له لومړنیو مسلو لکه د پېښې څرنګوالی او د عاملینو پېژندنې ته «هیڅ» پاملرنه نه وه شوې.
بهرنیو چارو وزارت لیکي: «د هغې هوکړې له مخې چې په اسلام اباد کې د دواړو لوریو ترمنځ د غونډې په لومړۍ ورځ وشوه، پلاوي له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د نورو تخنیکي تحقیقاتو لپاره د تښتونې قضیې اړوند ټول معلومات له افغان لوري سره شریک کړي؛ خو بدبختانه دا معلومات د پلاوي سره شریک ونشوه.»
د دې وزارت خبرپانه کې راغلي چې د روغتون معلومات، طبي راپورونه او نور شته شواهد دا په ډاګه کوي چې اغلې عليخیل تښتول شوې او شکنجه شوې ده.
بهرنیو چارو وزارت دغه راز ډاډ ورکړی چې د افغانستان حکومت د پیښې له قربانیانو سره په همغږۍ د دې قضیې د عاملینو په پیژندلو او نیولو کې اوسمهال او راتلونکي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
دغه راز دې وزارت یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې «ژر تر ژره» د تښتونې پېښې اصلي عاملینو پیژندلو، نیولو او محاکمه کولو په اړه «عاجلې» کړنې ترسره کړي.
