بهرنیو چارو وزارت: پاکستان د سلسلې علي‌خېل قضیې په اړه افغان پلاوي سره همکاري نه ده کړې

اطلاعات روز: د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان ته تللي افغان پلاوي سره دغه هېواد اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفیر د لور سلسلې علي‌خېل د تښتونې او ربړونې قضیې په اړه د شوې هوکړې له مخې همکاري نه ده کړې.

 د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سه‌شنبه، ۱۹ د زمري) په خپرې کړې خبرپاڼه کې په یاده قضیه کې د پاکستان له نه همکارۍ شکایت کړی دی.

یاد وزارت ویلي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پلاوي په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور د تښتونې او شکنجې پېښې په تړاو چې د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۲۵ نیټه رامنځ ته شوې وه، پاکستان ته سفر وکړ.

د وزارت په وینا، د لیدنې پرمهال پاکستاني لوري د افغان پلاوي سره د قضیې په اړه ځینې مالومات او موندنې شریکې کړې، خو زیاتوي چې د ېیښې په تړاو د پاکستاني چارواکو څرګندونو سره یې توپیر درلود او له لومړنیو مسلو لکه د پېښې څرنګوالی او د عاملینو پېژندنې ته «هیڅ» پاملرنه نه وه شوې.

بهرنیو چارو وزارت لیکي: «د هغې هوکړې له مخې چې په اسلام اباد کې د دواړو لوریو ترمنځ د غونډې په لومړۍ ورځ وشوه، پلاوي له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د نورو تخنیکي تحقیقاتو لپاره د تښتونې قضیې اړوند ټول معلومات له افغان لوري سره شریک کړي؛ خو بدبختانه دا معلومات د پلاوي سره شریک ونشوه.»

د دې وزارت خبرپانه کې راغلي چې د روغتون معلومات، طبي راپورونه او نور شته شواهد دا په ډاګه کوي چې اغلې علي‌خیل تښتول شوې او شکنجه شوې ده.

بهرنیو چارو وزارت دغه راز ډاډ ورکړی چې د افغانستان حکومت د پیښې له قربانیانو سره په همغږۍ د دې قضیې د عاملینو په پیژندلو او نیولو کې اوسمهال او راتلونکي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

دغه راز دې وزارت یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې «ژر تر ژره» د تښتونې پېښې اصلي عاملینو پیژندلو، نیولو او محاکمه کولو په اړه «عاجلې» کړنې ترسره کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه