یونیسف: تېرو دریو شپو-ورځو کې دریو ولایتونو کې ۲۷ ماشومان وژل شوي او ۱۳۶ ټپي شوي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) ویلي، افغانستان کې «قساوت» ورځ تر بلې ډېرېږي او یوازې تېرو دریو شپو او ورځو کې په کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې د تاوتریخوالي له امله ۲۷ ماشومان وژل شوي او ۱۳۶ نور ټپيان شوي دي.

یونیسف نن (دوشنبه، ۱۸ د زمري) یوې اعلامیه کې ویلي، چې تېرو دریو شپو او ورځو کې کندهار ولایت کې ۲۰ ماشومان وژل شوي او ۱۳۰ ماشومان ټپيان شوي دي. خوست ولایت کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي  او پکتیا  کې هم پنځه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

یونیسف زیاته کړې: «دا شمېرې نه دي. له دې مرګونو هر یو او د جسمي رنځ هر یو مورد یوه تراژېدي یا شخصي مصیبت دی. دا ټول هغه ماشومان دي چې د امنیت حق یې د نړیوال بشرپاله قانون پر بنسټ، د جنګ له دواړو اړخونو نقض شوی دی.»

د یونیسف د دې اعلامیې له مخې، دا «قساوتونه» همدارنګه افغانستان کې د وحشي ماهیت او د تاوتریخوالي کچې ښودنه کوي چې له زیانمنو ماشومانو قرباني اخلي.

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ ادارې د وسله‌والو ډلو له خوا جنګ کې د ماشومانو د ښکېلتیا راپورونو په اړه خپل ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده.

یونیسف په ورته مهال ویلي چې ډېری نور هلکان او انجونې د نورو کورنیو او ګاونډیانو کې د «قساوتونو» لیدلو له امله له رواني اړخه سخت زیانمن کړي دي.

دې ادارې ټینګار کړی چې ماشومان باید د شخړو قرباني نه شي او یوازې د دښمنیو بشپړ پای کولی شي چې هغوی وساتي: «ټول ماشومان، له هغې ډلې معلولیت لرونکي ماشومان ساتنې او هوساینې ته اړتیا لري.»

یونیسف په داسې حال کې افغانستان کې د ماشومانو د مرګ – ژوبلې پر لوړېدو اندېښنه ښیي چې تېرو ورځو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ډلې ترمنځ نښتې په کندهار، خوست او پکتیا او دغه راز نورو ولایتونو کې روانې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه