اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) ویلي، افغانستان کې «قساوت» ورځ تر بلې ډېرېږي او یوازې تېرو دریو شپو او ورځو کې په کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې د تاوتریخوالي له امله ۲۷ ماشومان وژل شوي او ۱۳۶ نور ټپيان شوي دي.
یونیسف نن (دوشنبه، ۱۸ د زمري) یوې اعلامیه کې ویلي، چې تېرو دریو شپو او ورځو کې کندهار ولایت کې ۲۰ ماشومان وژل شوي او ۱۳۰ ماشومان ټپيان شوي دي. خوست ولایت کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي او پکتیا کې هم پنځه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
یونیسف زیاته کړې: «دا شمېرې نه دي. له دې مرګونو هر یو او د جسمي رنځ هر یو مورد یوه تراژېدي یا شخصي مصیبت دی. دا ټول هغه ماشومان دي چې د امنیت حق یې د نړیوال بشرپاله قانون پر بنسټ، د جنګ له دواړو اړخونو نقض شوی دی.»
د یونیسف د دې اعلامیې له مخې، دا «قساوتونه» همدارنګه افغانستان کې د وحشي ماهیت او د تاوتریخوالي کچې ښودنه کوي چې له زیانمنو ماشومانو قرباني اخلي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ ادارې د وسلهوالو ډلو له خوا جنګ کې د ماشومانو د ښکېلتیا راپورونو په اړه خپل ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده.
یونیسف په ورته مهال ویلي چې ډېری نور هلکان او انجونې د نورو کورنیو او ګاونډیانو کې د «قساوتونو» لیدلو له امله له رواني اړخه سخت زیانمن کړي دي.
دې ادارې ټینګار کړی چې ماشومان باید د شخړو قرباني نه شي او یوازې د دښمنیو بشپړ پای کولی شي چې هغوی وساتي: «ټول ماشومان، له هغې ډلې معلولیت لرونکي ماشومان ساتنې او هوساینې ته اړتیا لري.»
یونیسف په داسې حال کې افغانستان کې د ماشومانو د مرګ – ژوبلې پر لوړېدو اندېښنه ښیي چې تېرو ورځو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ډلې ترمنځ نښتې په کندهار، خوست او پکتیا او دغه راز نورو ولایتونو کې روانې دي.
