اطلاعات روز: خوست کې چارواکي وايي، په باک ولسوالۍ يې د طالبانو ډلهییز بريدونه په شا تمبولي، خو طالبان د دې ولسوالۍ د نیولو ادعا کوي.
وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته (شنبه، ۱۶ د زمري) د خوست ولايت په باک ولسوالۍ ډلهییز بريدونه وکړل، چې وروسته يې د نيولو ادعا هم وکړه، خو د دې ولايت امنيتي مسوولين بيا وايي، په باک ولسوالۍ يې د تېرې شپې ډليز بريدونه په شا تمبولي دي.
د خوست له امنيه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې په يادو نښتو کې د ګڼو وسله والو طالبانو د وژلو او ټپي کېدو خبره شوې ده.
خبرپاڼه زياتوي، چې په دې نښتو کې له ۱۰۰ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي او تر ۵۰ نور په کې ټپيان دي، دوی همدا راز په باک ولسوالۍ د بريد پرمهال دا هم ويلي، چې د ځينو وسله والو طالبانو جسدونه او نور مهمات د جګړې په ساحه کې پاتې دي.
نن سهار طالبانو رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي و، چې له سختې جګړې وروسته د باک ولسوالۍ مقام، امنيه قومندانۍ او نور ځايونه د دوی لاس ته لوېديلي، چې امنيتي مسوولينو دا تش تبليغات ياد کړي دي.
باک د خوست نسبتا با امنه ولسوالۍ ده، خو په دې وروستيو کې ورڅخه د نا امنیو خبرونه ډېر شوي دي.
