طالبان د خوست باک ولسوالۍ د نیولو او حکومت د دې ډلې په شا تمبولو ادعاوې کوي

اطلاعات روز: خوست کې چارواکي وايي، په باک ولسوالۍ يې د طالبانو ډله‌ییز بريدونه په شا تمبولي، خو طالبان د دې ولسوالۍ د نیولو ادعا کوي.

وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته (شنبه، ۱۶ د زمري) د خوست ولايت په باک ولسوالۍ ډله‌ییز بريدونه وکړل، چې وروسته يې د نيولو ادعا هم وکړه، خو د دې ولايت امنيتي مسوولين بيا وايي، په باک ولسوالۍ يې د تېرې شپې ډليز بريدونه په شا تمبولي دي.

د خوست له امنيه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې په يادو نښتو کې د ګڼو وسله والو طالبانو د وژلو او ټپي کېدو خبره شوې ده.

خبرپاڼه زياتوي، چې په دې نښتو کې له ۱۰۰ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي او تر ۵۰ نور په کې ټپيان دي، دوی همدا راز په باک ولسوالۍ د بريد پرمهال دا هم ويلي، چې د ځينو وسله والو طالبانو جسدونه او نور مهمات د جګړې په ساحه کې پاتې دي.

نن سهار طالبانو رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي و، چې له سختې جګړې وروسته د باک ولسوالۍ مقام، امنيه قومندانۍ او نور ځايونه د دوی لاس ته لوېديلي، چې امنيتي مسوولينو دا تش تبليغات ياد کړي دي.

باک د خوست نسبتا با امنه ولسوالۍ ده، خو په دې وروستيو کې ورڅخه د نا امنیو خبرونه ډېر شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه