طالبانو کندهار کې په ښوونيزو مرکزونو کې د ځيرک مبايلونو کارول بند کړل

اطلاعات روز: کندهار کې ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې طالبانو د دې ولايت په ټولو دولتي او غيري دولتي ښوونځيو، مدرسو او د پوهنې ریاست پورې تړلو ښوونيزو مرکزونو کې د ځیرک مبایلونو په کارولو بندیز لګولی دی.

یوې سرچينې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه بندیز کندهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست له لوري لګول شوی او دا یې د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده امر بللی دی.

سرچینه زیاتوي، چې یاد ریاست د تېرې شنبې ورځ (۲۴ د غبرګولي) دغلته ټولو ټولو ښوونيز مرکزونو ته په يوه رسمي مکتوب کې خبر ورکړی، چې زده کوونکي، ښوونکي او د ښوونيزو بنسټونو نور کارکوونکي نه شي کولای یادو مرکزونو ته ځیرک مبایل یوسي.

سرچينه وايي، چې مکتوب کې د ځيرک مبايلونو بنديدل د مشرتابه امر بلل شوی او دغه ځايونو کې د ځيرک مبايل کارول د وخت ضايعه بلل شوې ده.

د سرچينې په وینا، چې په مکتوب کې وړاندې ليکل شوي چې باید دغه پريکړه ټول ښوونیز مرکزونه جدي عملي کړي.

دا په داسي حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو مشر د يوه اعلان په کولو سره په ټولو نظامي ځايونو کې د ځيرک مبايلونو کارول بند کړي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه