اطلاعات روز: کندهار کې ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې طالبانو د دې ولايت په ټولو دولتي او غيري دولتي ښوونځيو، مدرسو او د پوهنې ریاست پورې تړلو ښوونيزو مرکزونو کې د ځیرک مبایلونو په کارولو بندیز لګولی دی.
یوې سرچينې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه بندیز کندهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست له لوري لګول شوی او دا یې د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده امر بللی دی.
سرچینه زیاتوي، چې یاد ریاست د تېرې شنبې ورځ (۲۴ د غبرګولي) دغلته ټولو ټولو ښوونيز مرکزونو ته په يوه رسمي مکتوب کې خبر ورکړی، چې زده کوونکي، ښوونکي او د ښوونيزو بنسټونو نور کارکوونکي نه شي کولای یادو مرکزونو ته ځیرک مبایل یوسي.
سرچينه وايي، چې مکتوب کې د ځيرک مبايلونو بنديدل د مشرتابه امر بلل شوی او دغه ځايونو کې د ځيرک مبايل کارول د وخت ضايعه بلل شوې ده.
د سرچينې په وینا، چې په مکتوب کې وړاندې ليکل شوي چې باید دغه پريکړه ټول ښوونیز مرکزونه جدي عملي کړي.
دا په داسي حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو مشر د يوه اعلان په کولو سره په ټولو نظامي ځايونو کې د ځيرک مبايلونو کارول بند کړي وو.
از روزنامهنگاری مستقل حمایت کنید
محدودیتهای گسترده بر رسانهها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه میدهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.
ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم مینویسیم.
مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوبشدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشماندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادیهای برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.
خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت میکنند تا گزارشهای دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایتهای مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.
هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامهنگاری مستقل کمک میکند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.
در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید
برای حمایت اینجا کلیک کنید