رينا اميري: طالبان دې د ورکو او نيول شويو افرادو کورنيو ته ځواب ووايي

انځور: ټولنیزې رسنۍ

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري له طالبانو غوښتي چې د ورکو او نيول شويو افرادو هغو کورنيو ته دې ځواب ووايي چې د خپلو خپلوانو د پټنځای په لټون دي.

اميري دا څرګندونې د بشري حقونو د نقض د قربانيانو په تړاو له حقيقت څخه د خبراوي د حق د نړيوالې ورځې په مناسبت پر ايکس خپرې کړې دي.

اميري ليکلي: «نن له حقيقت څخه د خبراوي د حق په تړاو له طالبانو غواړو چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د ورکو شويو او نيول شويو افرادو د کورنيو په وړاندې ځواب ووايي چې د خپلو خپلوانو د پټنځای په تړاو د حقيقت موندنې لټه کوي».

د مارچ ۲۴ د ۲۰۱۰ کال پر مهال د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له لوري «د بشري حقونو د مستمر او فاحش نقض د قربانيانو ياد ته د درناوي او همدا راز له واقعيت څخه د خبرېدو او عدالت څخه د برخمنېدو د حق پر ارزښت د ټينګار» په  هدف «له حقيقت [څخه د خبراوي] د حق نړيواله ورځ» ونومول شوه.

د بشرپالو قوانينو پر اساس د اعدامونو، د جبري ورکو شويو، شکنجې او تښتول شويو ماشومانو کورنۍ بايد وپوهېږي چې پر هغوی څه تېر شوي دي.

په دې اړه د ملګرو ملتونو پر ويب پاڼه راغلي چې «له حقيقت څخه د [د خبراوي] د حق» لپاره مهمه ده چې د را منځ ته شويو پېښو په اړه بشپړ حقيقت درک کړل شي.

دا په داسې حال کې چې طالبان د کوم دليل له وړاندې کولو پرته وګړي نيسي او په مياشتو يې په زندان کې اچوي. د بشري حقونو بنسټونه او فعالان د طالبانو دا کار خپلسرې نيونه او انسان تښتونه بولي.

دا ډله د نيولو شويو کسانو د وضعيت او د هغوی د پټنځای په اړه معلومات نه ورکوي.

طالبان په ځينو مواردو کې افراد تښتوي او د هغوی د برخليک په اړه ناخبري ښيي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه