اطلاعات روز: په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري له طالبانو غوښتي چې د ورکو او نيول شويو افرادو هغو کورنيو ته دې ځواب ووايي چې د خپلو خپلوانو د پټنځای په لټون دي.
اميري دا څرګندونې د بشري حقونو د نقض د قربانيانو په تړاو له حقيقت څخه د خبراوي د حق د نړيوالې ورځې په مناسبت پر ايکس خپرې کړې دي.
اميري ليکلي: «نن له حقيقت څخه د خبراوي د حق په تړاو له طالبانو غواړو چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د ورکو شويو او نيول شويو افرادو د کورنيو په وړاندې ځواب ووايي چې د خپلو خپلوانو د پټنځای په تړاو د حقيقت موندنې لټه کوي».
د مارچ ۲۴ د ۲۰۱۰ کال پر مهال د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له لوري «د بشري حقونو د مستمر او فاحش نقض د قربانيانو ياد ته د درناوي او همدا راز له واقعيت څخه د خبرېدو او عدالت څخه د برخمنېدو د حق پر ارزښت د ټينګار» په هدف «له حقيقت [څخه د خبراوي] د حق نړيواله ورځ» ونومول شوه.
د بشرپالو قوانينو پر اساس د اعدامونو، د جبري ورکو شويو، شکنجې او تښتول شويو ماشومانو کورنۍ بايد وپوهېږي چې پر هغوی څه تېر شوي دي.
په دې اړه د ملګرو ملتونو پر ويب پاڼه راغلي چې «له حقيقت څخه د [د خبراوي] د حق» لپاره مهمه ده چې د را منځ ته شويو پېښو په اړه بشپړ حقيقت درک کړل شي.
دا په داسې حال کې چې طالبان د کوم دليل له وړاندې کولو پرته وګړي نيسي او په مياشتو يې په زندان کې اچوي. د بشري حقونو بنسټونه او فعالان د طالبانو دا کار خپلسرې نيونه او انسان تښتونه بولي.
دا ډله د نيولو شويو کسانو د وضعيت او د هغوی د پټنځای په اړه معلومات نه ورکوي.
طالبان په ځينو مواردو کې افراد تښتوي او د هغوی د برخليک په اړه ناخبري ښيي.
