اطلاعات روز: په بهر کې د افغانستان ډيپلوماټيکو استازوليو او قونسليو د مارچ د اتمې په مناسبت په ګډه اعلاميه کې ويلي چې د افغانستان ښځې د بشري حقونو لپاره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او د طالبانو په وړاندې د مدني ټولنې مقاومت رهبري کوي.
دا استازولۍ چې د افغانستان د پخواني حکومت د ډيپلوماټانو له لوري کنټرولېږي، ويلي يې دې چې د محدوديتونو او ننګونو په وړاندې د افغانستان د ښځو او نجونو مقاومت د زړورتيا او مقاومت يوه بېلګه ده.
د افغانستان ډيپلوماټيکو استازوليو د دې هيواد په ټولو سياستونو او برنامو کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ساتنې پر ارزښت ټينګار کړی دی.
دې استازوليو زياته کړې چې په هيواد کې د طالبانو تر حکومت لاندې د بشري وضعيت، بشري حقونو او اقتصاد په بدتر کېدلو سره د افغانستان ښځې او نجونې د دې څو اړخيز کړکېچ دروند بار زغمي.
د افغانستان ډيپلوماټيکو استازوليو په افغانستان کې د «وېرجن واقعيت» په توګه د جنسيتي اپارتايډ د رسميت پيژندنې د غوښتنو او همدا راز يې په نړيواله کچه د ځواب ويلو او څېړنې د ميکانيزمونو د پياوړتيا هرکلی کړی دی.
د ښځو او بشري حقونو فعالان د ښځو او نجونو په تړاو د طالبانو سياستونه جنسيتي اپارتايډ ګڼي او غوښتنه کوي چې په رسميت دې وپېژندل شي.
په دې وروستيو کې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بينټ ويلي چې د عدالت په نړيواله محکمه کې دې د طالبانو پر خلاف د بشري حقونو د نقض په تړاو قضيه پرانيستل شي.
له دې سره-سره، د افغانستان ډيپلوماټيکو استازوليو ويلي چې هيلهمن دي چې د واحدې نړيوالې تګلارې او همدا راز له ډيموکراټيکو ځواکونو او د مدني ټولنې او ښځې د حقونو له فعالانو سره د ساختاري تعامل په وسيله به په افغانستان کې اوسنی خطرناک مسير د خلګو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په ګټه بدل شي.
