د افغانستان ډيپلوماټيکې استازولۍ: افغان ښځې د بشري حقونو لپاره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي

Photo: sent to Etilaatroz

اطلاعات روز: په بهر کې د افغانستان ډيپلوماټيکو استازوليو او قونسليو د مارچ د اتمې په مناسبت په ګډه اعلاميه کې ويلي چې د افغانستان ښځې د بشري حقونو لپاره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او د طالبانو په وړاندې د مدني ټولنې مقاومت رهبري کوي.

دا استازولۍ چې د افغانستان د پخواني حکومت د ډيپلوماټانو له لوري کنټرولېږي، ويلي يې دې چې د محدوديتونو او ننګونو په وړاندې د افغانستان د ښځو او نجونو مقاومت د زړورتيا او مقاومت يوه بېلګه ده.

د افغانستان ډيپلوماټيکو استازوليو د دې هيواد په ټولو سياستونو او برنامو کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ساتنې پر ارزښت ټينګار کړی دی.

دې استازوليو زياته کړې چې په هيواد کې د طالبانو تر حکومت لاندې د بشري وضعيت، بشري حقونو او اقتصاد په بدتر کېدلو سره د افغانستان ښځې او نجونې د دې څو اړخيز کړکېچ دروند بار زغمي.

د افغانستان ډيپلوماټيکو استازوليو په افغانستان کې د «وېرجن واقعيت» په توګه د جنسيتي اپارتايډ د رسميت پيژندنې د غوښتنو او همدا راز يې په نړيواله کچه د ځواب ويلو او څېړنې د ميکانيزمونو د پياوړتيا هرکلی کړی دی.

د ښځو او بشري حقونو فعالان د ښځو او نجونو په تړاو د طالبانو سياستونه جنسيتي اپارتايډ ګڼي او غوښتنه کوي چې په رسميت دې وپېژندل شي.

په دې وروستيو کې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بينټ ويلي چې د عدالت په نړيواله محکمه کې دې د طالبانو پر خلاف د بشري حقونو د نقض په تړاو قضيه پرانيستل شي.

له دې سره-سره، د افغانستان ډيپلوماټيکو استازوليو ويلي چې هيله‌من دي چې د واحدې نړيوالې تګلارې او همدا راز له ډيموکراټيکو ځواکونو او د مدني ټولنې او ښځې د حقونو له فعالانو سره د ساختاري تعامل په وسيله به په افغانستان کې اوسنی خطرناک مسير د خلګو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په ګټه بدل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه