اطلاعات روز: طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د افغانستان په اړه د دې سازمان د عمومي منشي تازه راپور «فریبانه او مغرضانه» بللی.
دا اعلاميه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن (پنجشنبه، ۱۷ د کب) تر ماشپين وروسته پر ايکس خپره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په راپور کې راغلي و چې د دې راپور د درې مياشتنۍ دورې پر مهال په افغانستان کې امنيتي پېښې د تېر کال د همدې وخت په پرتله ۳۸ سلنه زياتې شوې دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ويلي و چې اکثريت دا پېښې د هغو قاچاقبرانو له نيولو سره تړاو لري چې په وړه کچه نشيي توکي قاچاقوي.
د طالبانو په اعلاميه کې دې موضوع ته په اشارې ويل شوي: «هغه پېښې چې د نشيي توکو له قاقبرانو سره په عملياتو کې رامنځ ته شوې دي، د ستايل کېدو او د امنيتي ځواکونو (طالبانو) د بيدارۍ ګڼلو پر ځای له دې موضوع په عمومي کچه د افغانستان د ناامن ښوولو لپاره استفاده شوې ده.»
طالبانو په دې اعلاميه کې ويلي چې دې ډلې د تېر کال پر مهال د نشيي توکو ۱۴ زره قاچاقبران نيولي، پنځه زره او ۵۰۰ ټنه نشيي توکي يې ختم کړي، د نشيي توکو شاوخوا زر او ۲۰۰ کارخانې يې ويجاړې کړې او د نشيي توکو ۱۵ زره او ۳۰۰ زره هکټاره کښت يې پاک کړی دی.
دې ډلې ويلي، دا شميرې ښيي چې د «د ملګرو ملتونو په نوم سازمان څرنګه زموږ د خلګو د ذهنيت په خرابولو کې مصروف دی او امنيت په ناامنۍ تعبیروي؟»
دې ډلې ويلي: «دا اقدامات د ځينو استخباراتي کړيو او شريرو اړخونو په غوښتنه کېږي چې پر اسلامي امارت (طالبانو) د فشار راوړلو ناکامه هڅه کوي.»
طالبانو ويلي چې دا راپور «شکمن» ګڼي او «د ملګرو ملتونو له نوم او عنوان څخه يې ناوړه ګټه اخيستنه» بولي.
د افغانستان د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي راپور تېره ورځ خپور شو.
په دې راپور کې له هغو امنيتي پېښو پرته چې طالبانو يې په تړاو غبرګون ښودلی، راغلی و چې «د افغانستان د ازادۍ جبهې» هم لږ تر لږه ۲۴ بريدونه د دې ډلې پر خلاف ترسره کړي دي.
همدا راز د ملګرو ملتونو عمومي منشي ويلي و چې طالبانو تر دوه نيم کلنې واکمنۍ وروسته د حکومتولۍ د مهمو موضوعاتو پر سر اختلاف سره لري او پر ښځو د دې ډلې له لوري بنديزونه تشديد شوي دي.
