طالبانو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي راپور «مغرضانه» وباله

Photo: BNA

اطلاعات روز: طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د افغانستان په اړه د دې سازمان د عمومي منشي تازه راپور «فریبانه او مغرضانه» بللی.

دا اعلاميه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن (پنجشنبه، ۱۷ د کب) تر ماشپين وروسته پر ايکس خپره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په راپور کې راغلي و چې د دې راپور د درې مياشتنۍ دورې پر مهال په افغانستان کې امنيتي پېښې د تېر کال د همدې وخت په پرتله ۳۸ سلنه زياتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ويلي و چې اکثريت دا پېښې د هغو قاچاقبرانو له نيولو سره تړاو لري چې په وړه کچه نشيي توکي قاچاقوي.

د طالبانو په اعلاميه کې دې موضوع ته په اشارې ويل شوي: «هغه پېښې چې د نشيي توکو له قاقبرانو سره په عملياتو کې رامنځ ته شوې دي،  د ستايل کېدو او د امنيتي ځواکونو (طالبانو) د بيدارۍ ګڼلو پر ځای له دې موضوع په عمومي کچه د افغانستان د ناامن ښوولو لپاره استفاده شوې ده.»

طالبانو په دې اعلاميه کې ويلي چې دې ډلې د تېر کال پر مهال د نشيي توکو ۱۴ زره قاچاقبران نيولي، پنځه زره او ۵۰۰ ټنه نشيي توکي يې ختم کړي، د نشيي توکو شاوخوا زر او ۲۰۰ کارخانې يې ويجاړې کړې او د نشيي توکو ۱۵ زره او ۳۰۰ زره هکټاره کښت يې پاک کړی دی.

دې ډلې ويلي، دا شميرې ښيي چې د «د ملګرو ملتونو په نوم سازمان څرنګه زموږ د خلګو د ذهنيت په خرابولو کې مصروف دی او امنيت په ناامنۍ تعبیروي؟»

دې ډلې ويلي: «دا اقدامات د ځينو استخباراتي کړيو او شريرو اړخونو په غوښتنه کېږي چې پر اسلامي امارت (طالبانو) د فشار راوړلو ناکامه هڅه کوي.»

طالبانو ويلي چې دا راپور «شکمن» ګڼي او «د ملګرو ملتونو له نوم او عنوان څخه يې ناوړه ګټه اخيستنه» بولي.

د افغانستان د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي راپور تېره ورځ خپور شو.

په دې راپور کې له هغو امنيتي پېښو پرته چې طالبانو يې په تړاو غبرګون ښودلی، راغلی و چې «د افغانستان د ازادۍ جبهې» هم لږ تر لږه ۲۴ بريدونه د دې ډلې پر خلاف ترسره کړي دي.

همدا راز د ملګرو ملتونو عمومي منشي ويلي و چې طالبانو تر دوه نيم کلنې واکمنۍ وروسته د حکومتولۍ د مهمو موضوعاتو پر سر اختلاف سره لري او پر ښځو د دې ډلې له لوري بنديزونه تشديد شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه