اطلاعات روز: د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، نړیواله ټولنه د افغانستان له خلکو سره د مرستې او د هغوی د حقونو د درناوي په ځانګړي ډول په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو د ستونزو د هواري لپاره متحده او ژمنه ده.
نوموړې تېره شپه (جمعه، ۴ د کب) پر ایکس په خپله پاڼه لیکلي، چې په دوحه کې د هېوادونو د ځانګړو استازو وروستۍ غونډې دغه ژمنه لا پیاوړې کړې.
اميري ليکلي، چې د دوحې په غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې استازو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او د ښځو د غیرعادلانه وضعیت د ارزونې په برخه کې د دغه هېواد په اړوندو بحثونو کې د ښځو او مدني ټولنې د ونډې اهمیت په پام کې ونیسي.
د افغانستان په اړه د دوحې غونډه تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب او د افغانستان په چارو کې هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون جوړه شوې وه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش او د امریکا او اروپايي ټولنې استازو دغه غونډه رغنده بللې ده.
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د دوحې د غونډې په اړه ویلي، چې په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه د هېوادونو ترمنځ قوي اجماع موجوده ده.
هغه زیاته کړې، چې هیڅ هیواد نه غواړي چې په افغانستان کې د ترهگرۍ ظهور او خطر وویني او هر څوک غواړي چې ښځې او نجونې ثانوي ښوونځیو، پوهنتونونو، کار او عامه ژوند ته ستنې شي.
