رینا امیري: نړیواله ټولنه له خلکو سره د مرستې او د افغان ښځو د ستونزو د هواري لپاره ژمنه ده

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز:  د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، نړیواله ټولنه د افغانستان له خلکو سره د مرستې او د هغوی د حقونو د درناوي په ځانګړي ډول په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو د ستونزو د هواري لپاره متحده او ژمنه ده.

نوموړې تېره شپه (جمعه، ۴ د کب) پر ایکس په خپله پاڼه لیکلي، چې په دوحه کې د هېوادونو د ځانګړو استازو وروستۍ غونډې دغه ژمنه لا پیاوړې کړې.

اميري ليکلي، چې د دوحې په غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې استازو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او د ښځو د غیرعادلانه وضعیت د ارزونې په برخه کې د دغه هېواد په اړوندو بحثونو کې د ښځو او مدني ټولنې د ونډې اهمیت په پام کې ونیسي.

د افغانستان په اړه د دوحې غونډه تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب او د افغانستان په چارو کې هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون جوړه شوې وه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش او د امریکا او اروپايي ټولنې استازو دغه غونډه رغنده بللې ده.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د دوحې د غونډې په اړه ویلي، چې په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه د هېوادونو ترمنځ قوي اجماع موجوده ده.

هغه زیاته کړې، چې هیڅ هیواد نه غواړي چې په افغانستان کې د ترهگرۍ ظهور او خطر وویني او هر څوک غواړي چې ښځې او نجونې ثانوي ښوونځیو، پوهنتونونو، کار او عامه ژوند ته ستنې شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه