اطلاعات روز: د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې په دوحه کې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو د غونډې په اړه ويلي، چې د افغانستان لپاره د حللارې موندلو په هر بهير کې بايد د جګړې د قربانيانو استازي موجود وي او عدالت ته د هغوی هيلې او اړتياوې بايد تضمين شي.
دې ډلې په ټولو بحثونو او د افغانستان له حال او راتلونکې سره په ټولو بهيرونو کې پر قرباني محوره تګلارې ټينګار کړی او ويلي يې دي، مهمه ده چې ډاډ ترلاسه شي چې د قربانيانو غږ نه يوازې اورېدل کېږي، بلکې د خبرو د بهير په مرکز کې دی او تصميم نيوونکی دی او د يوې واقعي ټولشمولې او عادلانه حللارې لپاره لار هواروي.
د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې زياته کړې، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي امنيت شورا ته د خپلو خبرو پر مهال په افغانستان کې د سولې په موخه د ملي-سياسي خبرو-اترو پر اړتيا ټينګار کړی، خو روغه له حقيقت ويلو او عدالت پرته ناشونې ده.
د دې ډلې په اعلاميه کې راغلي چې د روغي، ډيموکراسۍ، ثبات او رفاه لور ته د افغانستان تګ په پېچلې توګه د تېرو او اوسنيو بشري حقونو جناياتو او د قربانيانو اړتياوو ته له رسيدګۍ سره تړلی دی.
د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې ويلي، چې د ۲۰۰۱ کال پر مهال په بن کانفرانس کې عدالت د سياسي توافق قرباني شو او دې ليد د تاوتريخوالي د څرخ د ماتېدو او سولې د راتګ مخه ونيوله.
دا ډله چې د انتقالي عدالت په برخه کې د فعالو بشري حقونو د سازمانونو له ايتلاف څخه جوړه ده، زياته کړې يې ده چې «عدالت ته په شا کولو سره افغانستان هم عدالت او هم سوله بايلي. موږ باید د عدالت پر وړاندې د ثبات له دروغجن دوه ګونيتوب څخه راووزو او ومنو چې په افغانستان کې د پايدارې سولې لپاره دواړه مهم دي.»
د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې د دوحې غونډه ټولشموله نه ده بللې او له ټولو اړخونو يې غوښتي چې داسې چوکاټ ته دې ژمن شي چې قربانيانو ته دې د روغې او ملت جوړونې د هڅو په مرکز کې ځای ورکړي او دا تعهد بايد د مذاکراتو په راتلونکي دور کې د قربانيانو د فعال ګډون تضمين وکړي.
دې ډلې ټينګار کړی چې افغانستان يوازې پر عدالت د ولاړ تعهد او قرباني محوره تګلارې په وسيله کولای شي هيله من شي چې له جګړې خلاصېدلای شي.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دوه ورځنۍ غونډه د هيوادونو د ځانګړو استازو په ګډون نن (يکشنبه، ۲۹ د سلواغې) د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيلېږي.
په دې غونډه کې به د افغانستان د مدني ټولنې استازي او ښځې هم حضور ولري.
د دې غونډې هدف «د افغانستان د خپلواکې ارزونې سپارښتنو ته په پام د افغانستان په اړه په منسجمه، همغږې او ساختاري توګه د نړيوالې ښکېلتيا د زياتولو پر تګلارې بحث کول» بلل شوي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له لوري د ځانګړي استازي ټاکل د دې غونډې د کار برخه ده.
