د دوحې غونډه؛ د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله: د جګړې د قربانيانو غږ دې واورېدل شي

اطلاعات روز: د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې په دوحه کې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو د غونډې په اړه ويلي، چې د افغانستان لپاره د حل‌لارې موندلو په هر بهير کې با‎يد د جګړې د قربانيانو استازي موجود وي او عدالت ته د هغوی هيلې او اړتياوې بايد تضمين شي.

دې ډلې په ټولو بحثونو او د افغانستان له حال او راتلونکې سره په ټولو بهيرونو کې پر قرباني محوره تګلارې ټينګار کړی او ويلي يې دي، مهمه ده چې ډاډ ترلاسه شي چې د قربانيانو غږ نه يوازې اورېدل کېږي، بلکې د خبرو د بهير په مرکز کې دی او تصميم نيوونکی دی او د يوې واقعي ټولشمولې او عادلانه حل‌لارې لپاره لار هواروي.

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې زياته کړې، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي امنيت شورا ته د خپلو خبرو پر مهال په افغانستان کې د سولې په موخه د ملي-سياسي خبرو-اترو پر اړتيا ټينګار کړی، خو روغه له حقيقت ويلو او عدالت پرته ناشونې ده.

د دې ډلې په اعلاميه کې راغلي چې د روغي، ډيموکراسۍ، ثبات او رفاه لور ته د افغانستان تګ په پېچلې توګه د تېرو او اوسنيو بشري حقونو جناياتو او د قربانيانو اړتياوو ته له رسيدګۍ سره تړلی دی.

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې ويلي، چې د ۲۰۰۱ کال پر مهال په بن کانفرانس کې عدالت د سياسي توافق قرباني شو او دې ليد د تاوتريخوالي د څرخ د ماتېدو او سولې د راتګ مخه ونيوله.

دا ډله چې د انتقالي عدالت په برخه کې د فعالو بشري حقونو د سازمانونو له ايتلاف څخه جوړه ده، زياته کړې يې ده چې «عدالت ته په شا کولو سره افغانستان هم عدالت او هم سوله بايلي. موږ باید د عدالت پر وړاندې د ثبات له دروغجن دوه ګوني‌توب څخه راووزو او ومنو چې په افغانستان کې د پايدارې سولې لپاره دواړه مهم دي.»

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې د دوحې غونډه ټولشموله نه ده بللې او له ټولو اړخونو يې غوښتي چې داسې چوکاټ ته دې ژمن شي چې قربانيانو ته دې د روغې او ملت جوړونې د هڅو په مرکز کې ځای ورکړي او دا تعهد بايد د مذاکراتو په راتلونکي دور کې د قربانيانو د فعال ګډون تضمين وکړي.

دې ډلې ټينګار کړی چې افغانستان يوازې پر عدالت د ولاړ تعهد او قرباني محوره تګلارې په وسيله کولای شي هيله من شي چې له جګړې خلاصېدلای شي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دوه ورځنۍ غونډه د هيوادونو د ځانګړو استازو په ګډون نن (يکشنبه، ۲۹ د سلواغې) د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيلېږي.

په دې غونډه کې به د افغانستان د مدني ټولنې استازي او ښځې هم حضور ولري.

د دې غونډې هدف «د افغانستان د خپلواکې ارزونې سپارښتنو ته په پام د افغانستان په اړه په منسجمه، همغږې او ساختاري توګه د نړيوالې ښکېلتيا د زياتولو پر تګلارې بحث کول» بلل شوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له لوري د ځانګړي استازي ټاکل د دې غونډې د کار برخه ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه