سپينه ماڼۍ: که طالبان غواړي په رسميت وپېژندل شي، باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي

Photo by Oliver Contreras/White House

اطلاعات روز: د سپينې مانۍ د ملي امنيت شورا د ستراتېژيکو اړيکو همغږي کوونکي جان کربي ويلي، که طالبان غواړي په رسميت وپېژندل شي، بايد پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

نوموړي پرون دوشنبه (۲۳ د سلواغې) د يوې خبري ناستې پر مهال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دوحې له غونډې څخه د امريکا هېلې څه دي او ايا دا د طالبانو د عادي کولو حرکت ګڼي، وويل: «د متحده ايالاتو له لوري ستاسو له وينا سره سم د “عادي کېدو” يا هم د طالبانو د رسميت پېژندنې هيڅ ډول هڅه نه ده روانه.»

کربي زياته کړې چې امريکا بيا – بيا ټينګار کړی چې که طالبان «غواړي د مشروع واکمنو په توګه وپېژندل شي، بايد پر ټولو ژمنو عمل وکړي». د ده په وينا، طالبانو تر اوسه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

دې امريکايي چارواکي ټينګار کړی چې «د طالبانو په تړاو زموږ په سياست کې هيڅ هم نه دې بدل شوي.»

ټاکل شوې چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمه غونډه د راتلونکې اونۍ د يکشنبې او دوشنبې په ورځو په دوحه کې جوړه شي.

دا غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي آنټونيو ګوتريش په کوربتوب جوړېږي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له ۲۷۲۱ پرېکړه‌ليک سره سم په کې د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» وړانديزونه ارزول کېږي.

همدا راز په دې ناسته کې د هيوادونو ځانګړي استازي د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازو د ټاکل کېدو په اړه بحث کوي.

طالبانو اعلان کړی چې دا ډله غونډې ته بلل شوې، خو تر اوسه يې په کې د ګډون په اړه پرېکړه نه ده کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه