اطلاعات روز: د سپينې مانۍ د ملي امنيت شورا د ستراتېژيکو اړيکو همغږي کوونکي جان کربي ويلي، که طالبان غواړي په رسميت وپېژندل شي، بايد پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
نوموړي پرون دوشنبه (۲۳ د سلواغې) د يوې خبري ناستې پر مهال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دوحې له غونډې څخه د امريکا هېلې څه دي او ايا دا د طالبانو د عادي کولو حرکت ګڼي، وويل: «د متحده ايالاتو له لوري ستاسو له وينا سره سم د “عادي کېدو” يا هم د طالبانو د رسميت پېژندنې هيڅ ډول هڅه نه ده روانه.»
کربي زياته کړې چې امريکا بيا – بيا ټينګار کړی چې که طالبان «غواړي د مشروع واکمنو په توګه وپېژندل شي، بايد پر ټولو ژمنو عمل وکړي». د ده په وينا، طالبانو تر اوسه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
دې امريکايي چارواکي ټينګار کړی چې «د طالبانو په تړاو زموږ په سياست کې هيڅ هم نه دې بدل شوي.»
ټاکل شوې چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمه غونډه د راتلونکې اونۍ د يکشنبې او دوشنبې په ورځو په دوحه کې جوړه شي.
دا غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي آنټونيو ګوتريش په کوربتوب جوړېږي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له ۲۷۲۱ پرېکړهليک سره سم په کې د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» وړانديزونه ارزول کېږي.
همدا راز په دې ناسته کې د هيوادونو ځانګړي استازي د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازو د ټاکل کېدو په اړه بحث کوي.
طالبانو اعلان کړی چې دا ډله غونډې ته بلل شوې، خو تر اوسه يې په کې د ګډون په اړه پرېکړه نه ده کړې.
