اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر په «ساينس کې د ښځو د نړيوالې ورځې» په مناسبت ويلي چې د ساينس په برخه کې د ښځو او نجونو پياوړتيا د اقليمي بدلونو په څېر ننګونو سره په مبارزه کې مرسته کوي.
دې بنسټ نن (يکشنبه، ۲۲ د سلواغې) پر ايکس د يوه پوسټ په خپرولو سره ليکلي چې د افغانستان د هغو ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ دي چې د زده کړې لپاره له ملي او نړيوالو ننګونو سره د مبارزې هڅه کوي.
د يوناما رييسې رزا اوتنبايوا په دې اړه ويلي: «په افغانستان کې د ساينس په برخه کې د ښځو او نجونو پياوړتيا د اقليمي بدلونو په وړاندې په مقاومت او پايدارې پرمختيا په څېر ننګونو سره په مبارزه کې د نيمې ټولنې فعاليت ته زمينه برابروي.»
دې زياته کړې: «موږ بايد نن او هره ورځ د دې پياوړتيا هڅه وکړو.»
يوناما په داسې حال کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر پياوړتيا ټينګار کوي چې طالبانو پر دې هيواد تر بيا واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي لوړې نجونې ښوونځي ته له تلو منع کړې دي او همدا راز يې د نجونو په وړاندې د پوهنتون دروازې تړلې دي.
له دې سره-سره، دې ډلې په ټولنه کې د ښځو پر ګډون او په بېلابېلو برخو کې د هغوی پر فعاليت پراخ محدوديتونه لګولي دي.
«په ساينس کې د ښځو نړيواله ورځ» له ۲۰۱۵ کال راهيسې د يونيسکو له لوري د ساينس، ټيکنالوژۍ، انجينرۍ او رياضياتو په برخه کې د ښځو او نجونو د کچې د لوړوالي او بشپړ ګډون په موخه لمانځل کېږي.
د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې د يوه پرېکړهليک د صادرولو له لارې د فبروري يوولسمه په ساينس کې د ښځو د نړيوالې ورځې په توګه تصويب کړه.
