په ساينس کې د ښځو نړیواله ورځ؛ د افغان ښځو او نجونو پياوړتيا له ننګونو سره په مبارزه کې مرسته کوي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر په «ساينس کې د ښځو د نړيوالې ورځې» په مناسبت ويلي چې د ساينس په برخه کې د ښځو او نجونو پياوړتيا د اقليمي بدلونو په څېر ننګونو سره په مبارزه کې مرسته کوي.

دې بنسټ نن (يکشنبه، ۲۲ د سلواغې) پر ايکس د يوه پوسټ په خپرولو سره ليکلي چې د افغانستان د هغو ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ دي چې د زده کړې لپاره له ملي او نړيوالو ننګونو سره د مبارزې هڅه کوي.

د يوناما رييسې رزا اوتنبايوا په دې اړه ويلي: «په افغانستان کې د ساينس په برخه کې د ښځو او نجونو پياوړتيا د اقليمي بدلونو په وړاندې په مقاومت او پايدارې پرمختيا په څېر ننګونو سره په مبارزه کې د نيمې ټولنې فعاليت ته زمينه برابروي.»

دې زياته کړې: «موږ بايد نن او هره ورځ د دې پياوړتيا هڅه وکړو.»

يوناما په داسې حال کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر پياوړتيا ټينګار کوي چې طالبانو پر دې هيواد تر بيا واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي لوړې نجونې ښوونځي ته له تلو منع کړې دي او همدا راز يې د نجونو په وړاندې د پوهنتون دروازې تړلې دي.

له دې سره-سره، دې ډلې په ټولنه کې د ښځو پر ګډون او په بېلابېلو برخو کې د هغوی پر فعاليت پراخ محدوديتونه لګولي دي.

«په ساينس کې د ښځو نړيواله ورځ» له ۲۰۱۵ کال راهيسې د يونيسکو له لوري د ساينس، ټيکنالوژۍ، انجينرۍ او رياضياتو په برخه کې د ښځو او نجونو د کچې د لوړوالي او بشپړ ګډون په موخه لمانځل کېږي.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې د يوه پرېکړه‌ليک د صادرولو له لارې د فبروري يوولسمه په ساينس کې د ښځو د نړيوالې ورځې په توګه تصويب کړه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه