اطلاعات روز: له نشه يي توکو سره د طالبانو د مبارزې معين عبدالحق اخوند د اروپايي ټولنې له استازو سره په ليدنه کې په نشه يي توکو د روږدو د درملنې او د کروندګرو لپاره د تاریاکو پر ځای د بديل معيشت رامنځته کولو په تړاو له دې ټولنې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، د دې وزارت معين پرون (سېشنبه، ۱۷ د سلواغې) د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نيکولسن او مل پلاوي سره ليدلي دي.
نوموړي په دې ليدنه کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت د فعاليتونو او لاسته راوړنو او د نشه یي توکو د کښت او پلور د منعې په تړاو د دې ډلې د مشر د فرمان په اړه معلومات ورکړي دي.
له نشه يي توکو سره د طالبانو د مبارزې معين ويلي، چې نه يوازې په افغانستان بلکې په ټوله نړۍ کې دې د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او پلور مخنيوی وشي تر څو نوی نسل له دې کرغيړنې پديدې خوندي پاتې شي.
ده د اروپايي ټولنې له استازو غوښتي چې د روږدو د ملاتړ او درملنې او د کروندګرو لپاره د بديل معيشت په برخه کې دې بشپړه همکاري وکړي.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، د اروپايي ټولنې استازي له نشه يي توکو سره د مبارزې د معينيت لاسته راوړنې او فعاليتونه ستايلي او له نشه يي توکو سره د مبارزې کمپاين يې بريالی ګڼلی دی.
نيکلسون ويلي: «نشه يي توکي د نړۍ ګډ دښمن دی او موږ به په دې مبارزه کې له تاسو سره بشپړه همکاري ولرو.»
طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې يې د تارياکو کښت صفر ته را رسولی دی.
څو مياشتې وړاندې په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر ويلي و، چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال په افغانستان کې د تارياکو کښت ۹۵ سلنه کم شوی دی.
د دې دفتر په وينا، په افغانستان کې د تارياکو کمښت د ډېری کروندګرو لپاره د عايد له لاسه ورکولو په معنا دی او داسې مهال د بديل معيشت ملاتړ ډېر ضروري دی.
