طالبانو په نشه يي توکو د روږدو د درملنې او د تاریاکو بديل معيشت رامنځته کولو لپاره له اروپايي ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: له نشه يي توکو سره د طالبانو د مبارزې معين عبدالحق اخوند د اروپايي ټولنې له استازو سره په ليدنه کې په نشه يي توکو د روږدو د درملنې او د کروندګرو لپاره د تاریاکو پر ځای د بديل معيشت رامنځته کولو په تړاو له دې ټولنې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، د دې وزارت معين پرون (سې‌شنبه، ۱۷ د سلواغې) د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نيکولسن او مل پلاوي سره ليدلي دي.

نوموړي په دې ليدنه کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت د فعاليتونو او لاسته راوړنو او د نشه یي توکو د کښت او پلور د منعې په تړاو د دې ډلې د مشر د فرمان په اړه معلومات ورکړي دي.

له نشه يي توکو سره د طالبانو د مبارزې معين ويلي، چې نه يوازې په افغانستان بلکې په ټوله نړۍ کې دې د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او پلور مخنيوی وشي تر څو نوی نسل له دې کرغيړنې پديدې خوندي پاتې شي.

ده د اروپايي ټولنې له استازو غوښتي چې د روږدو د ملاتړ او درملنې او د کروندګرو لپاره د بديل معيشت په برخه کې دې بشپړه همکاري وکړي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، د اروپايي ټولنې استازي له نشه يي توکو سره د مبارزې د معينيت لاسته راوړنې او فعاليتونه ستايلي او له نشه يي توکو سره د مبارزې کمپاين يې بريالی ګڼلی دی.

نيکلسون ويلي: «نشه يي توکي د نړۍ ګډ دښمن دی او موږ به په دې مبارزه کې له تاسو سره بشپړه همکاري ولرو.»

طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې يې د تارياکو کښت صفر ته را رسولی دی.

څو مياشتې وړاندې په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر ويلي و، چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال په افغانستان کې د تارياکو کښت ۹۵ سلنه کم شوی دی.

د دې دفتر په وينا، په افغانستان کې د تارياکو کمښت د ډېری کروندګرو لپاره د عايد له لاسه ورکولو په معنا دی او داسې مهال د بديل معيشت ملاتړ ډېر ضروري دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه