اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو سره په ليدنه کې ويلي چې دا ډله به د دوحې د راتلونکې غونډې د جوړښت، کار او ترکيب په اړه د مفصلو معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته په دې غونډه کې د ګډون تصميم نيسي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له اعلاميې سره سم، ښاغلي متقي نن (دوشنبه، ۱۶ د سلواغې) له ښاغلي سينيرلي اوغلو سره په کابل کې ليدلي او د دوحې د غونډې او د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» د راپور د سپارښتنو په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي په دې ليدنه کې ويلي چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې د طالبانو د پلاوي د ګډون په اړه د ټولو ګډونوالو تر منځ «اجماع» شته.
دې وزارت زياته کړې چې ښاغلي سينيرلي اوغلو هيله ښوولې چې د طالبانو لوړپوړی پلاوی به په دې غونډه کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان په چارو کې د افغانستان د ځانګړو استازو دويمه غونډه د روانې ميلادي مياشتې پر ۱۸ او ۱۹ نېټو د ملګرو ملتونو په کوربتوب په دوحه کې جوړه شي.
لا هم روښانه نه ده چې له طالبانو پرته د افغانستان کومې سياسي څيرې او ډلې په دې غونډه کې ګډون ته ور غوښتل شوې دي.
فريدون سينيرلي اوغلو د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست سره په ليدنه کې ويلي چې د دې غونډې موخه «د يوه دوامدار بهير له لارې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مستمر تعامل» دی.
ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له ۲۷۲۱ پرېکړهليک سره سم، د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» د راپور چې ښاغلي سينيرلي اوغلو چمتو کړی، وړانديزونه هم وارزول شي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست نن له ښاغلي سينيرلي اوغلو سره په ليدنه کې ويلي چې طالبان د دې ارزونې د «مثبتو نکاتو» هرکلی کوي، خو د افغانستان په روان وضعيت او د يوناما په شتون کې داسې منطقي دليل نشته چې پر اساس يې د دې هيواد په چارو کې د ملګرو ملتونو نوی ځانګړی استازی وټاکل شي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې پر بنسټ، ښاغلي سينيرلي اوغلو ويلي چې ده د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» په راپور کې په کابل کې د هيوادونو د ډيپلوماټيک حضور د زياتېدو، پر مرکزي بانک د بنديزونو د ليري کېدو او له افغانستان سره د تخنيکي او پرمختيايي مرستو د پيل غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ليکلي چې ښاغلي سينيرلي اوغلو هيله ښوولې چې نړیوال بانک به په نژدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه مثبت تصميم ونيسي.
د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» راپور د افغانستان د سياسي او مدني ډلو له لوري له پراخو نيوکو سره مخ شوی دی.
د تېر ميلادي کال په می مياشت کې د دې راپور د يوې نسخې تر خپرېدو وروسته د افغانستان تر ۷۰ زياتو مدني بنسټونو په يوه پرانيستي ليک کې ملګرو ملتونو ته وليکل چې دا راپور «له طالبانو سره د احتمالي تعامل» د سياست پر اساس چمتو شوی دی.
يو شمېر سياسي او مدني ډلو هم ويلي چې په دې راپور کې د دوی نظرونه نه دې منعکس شوي.
همدا راز، د ملګرو ملتونو امنيت شورا هم په يوه غونډه کې دا راپور ارزولی او د هغه د وړانديزونو د عملي کولو لپاره يې ۲۷۲۱ پرېکړهليک خپور کړی دی.
