متقي سينيرلي اوغلو ته: د مفصلو معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته د دوحې په غونډه کې د ګډون پرېکړه کوو

Photo: via Abdul Qahar Balkhi on X

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو سره په ليدنه کې ويلي چې دا ډله به د دوحې د راتلونکې غونډې د جوړښت، کار او ترکيب په اړه د مفصلو معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته په دې غونډه کې د ګډون تصميم نيسي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له اعلاميې سره سم، ښاغلي متقي نن (دوشنبه، ۱۶ د سلواغې) له ښاغلي سينيرلي اوغلو سره په کابل کې ليدلي او د دوحې د غونډې او د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» د راپور د سپارښتنو په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي په دې ليدنه کې ويلي چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې د طالبانو د پلاوي د ګډون په اړه د ټولو ګډونوالو تر منځ «اجماع» شته.

دې وزارت زياته کړې چې ښاغلي سينيرلي اوغلو هيله ښوولې چې د طالبانو لوړپوړی پلاوی به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په چارو کې د افغانستان د ځانګړو استازو دويمه غونډه د روانې ميلادي مياشتې پر ۱۸ او ۱۹ نېټو د ملګرو ملتونو په کوربتوب په دوحه کې جوړه شي.

لا هم روښانه نه ده چې له طالبانو پرته د افغانستان کومې سياسي څيرې او ډلې په دې غونډه کې ګډون ته ور غوښتل شوې دي.

فريدون سينيرلي اوغلو د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست سره په ليدنه کې ويلي چې د دې غونډې موخه «د يوه دوامدار بهير له لارې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مستمر تعامل» دی.

ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له ۲۷۲۱ پرېکړه‌ليک سره سم، د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» د راپور چې ښاغلي سينيرلي اوغلو چمتو کړی، وړانديزونه هم وارزول شي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست نن له ښاغلي سينيرلي اوغلو سره په ليدنه کې ويلي چې طالبان د دې ارزونې د «مثبتو نکاتو» هرکلی کوي، خو د افغانستان په روان وضعيت او د يوناما په شتون کې داسې منطقي دليل نشته چې پر اساس يې د دې هيواد په چارو کې د ملګرو ملتونو نوی ځانګړی استازی وټاکل شي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې پر بنسټ، ښاغلي سينيرلي اوغلو ويلي چې ده د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» په راپور کې په کابل کې د هيوادونو د ډيپلوماټيک حضور د زياتېدو، پر مرکزي بانک د بنديزونو د ليري کېدو او له افغانستان سره د تخنيکي او پرمختيايي مرستو د پيل غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ليکلي چې ښاغلي سينيرلي اوغلو هيله ښوولې چې نړیوال بانک به په نژدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه مثبت تصميم ونيسي.

د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» راپور د افغانستان د سياسي او مدني ډلو له لوري له پراخو نيوکو سره مخ شوی دی.

د تېر ميلادي کال په می مياشت کې د دې راپور د يوې نسخې تر خپرېدو وروسته د افغانستان تر ۷۰ زياتو مدني بنسټونو په يوه پرانيستي ليک کې ملګرو ملتونو ته وليکل چې دا راپور «له طالبانو سره د احتمالي تعامل» د سياست پر اساس چمتو شوی دی.

يو شمېر سياسي او مدني ډلو هم ويلي چې په دې راپور کې د دوی نظرونه نه دې منعکس شوي.

همدا راز، د ملګرو ملتونو امنيت شورا هم په يوه غونډه کې دا راپور ارزولی او د هغه د وړانديزونو د عملي کولو لپاره يې ۲۷۲۱ پرېکړه‌ليک خپور کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه