د کړکېچ نړیواله ډله: د سيمې يو شمېر هيوادونه له طالبانو سره «د سترې معاملې» په لټه کې وو

Photo: CRISIS GROUP

اطلاعات روز: د کړکېچ نړیواله ډله وايي، چې د سيمې يو شمېر هيوادونه له طالبانو سره د يوې «سترې معاملې» په لټه کې وو او غوښتل يې چې د پراخ بنسټه دولت د جوړیدو په بدل کې دا ډله په رسميت وپېژني.

دې بنسټ په خپل راپور کې چې پرون (سې‌شنبه، ۱۰ د سلواغې) يې «د طالبانو ګاونډيتوب: له افغانستان سره سيمه‌ييزه ډيپلوماسي» تر عنوان لاندې خپور کړی، له سيمه‌ييزو هيوادونو او د افغانستان له ګاونډ سره يې د طالبانو اړيکې ارزولې دي.

په دې راپور کې راغلي چې که د نړۍ هيوادونو د ښځو او نجونو د حقونو د نقض له کبله له کابله لېرې کېږي، خو د سيمې هيوادونه د امنيت او اقتصادي ثبات په لړ کې د خپلو اړتياوو له کبله له دې ډلې سره «معامله» کوي.

د کړکېچ نړيوالې ډلې په دې راپور کې ويلي، چې د سيمې د هيوادونو سياست د طالبانو پر وړاندې متفاوت دی، خو دوی ټول موافق دي چې له دې ډلې سره اړيکه «ضروري» ده.

دې بنسټ زياته کړې، حتا کله چې لوېديځو ډيپلوماټانو د ښځو او نجونو پر زده کړو د بنديز او د طالبانو د سختدريځو قوانينو له کبله  له دې ډلې سره خپلې ليدنې لغوه کړې، سيمه‌ييزو لوبغاړو له دوی سره د لا زيات تعامل په لټه کې شول.

د کړکېچ د نړیوالې ډلې له راپور سره سم، د سيمې يو شمېر هيوادونو د نجونو او ښځو پر زده کړو بنديز غندلی دی، خو په کلي توګه يې لېوالتيا داده چې له طالبانو سره په تعامل کې د ښځو او نجونو پر حقونو ټينګار ونه کړي.

د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، چې د دوی د ګټو د تأمين او په اوږد مهال کې د طالبانو د چلند د بدلون تر ټولو ښه لار له دې ډلې سره «صبورانه مشوره» ده، نه د هغوی «شړل».

دې نړیوال بنسټ زياته کړې، چې له دې سره-سره، د طالبانو له لوري سيمه‌ييزې همکارۍ تر هغه محدودې دې چې د طالبانو يو شمېر ګاونډيانو غوښتې.

د دې بنسټ له راپور سره سم، د طالبانو يو شمېر ګاونډيانو غوښتل چې طالبان د رسميت پيژندنې په بدل کې پراخ بنسټه دولت جوړ کړي او هغه سياستوال په کې ښکېل کړي چې د دې هيوادونو ملاتړ لري او پخوا د طالبانو مخالف وو.

خو د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، چې طالبانو دا ټولې هڅې رد کړې دي او دا يې د افغانستان په چارو کې «بهرنۍ لاسوهنه» ګڼلې ده.

دې بنسټ زياته کړې، چې د حکومتولۍ په اړه د طالبانو نظر په دولتي دستګاه کې د انحصار ساتل او پر کليدي دندو د وفادارو کسان ټاکل دي او له همدې کبله يې د پراخ بنسټه دولت د جوړولو په تړاو د هيوادونو وړانديزونه چې پخواني چارواکي دې په کې وي، رد کړي دي.

له طالبانو ناهيلي

د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، چې د سيمې يو شمېر هيوادونه له طالبانو ناهيلي دي او داسې ښکاري چې له دې ډلې سره د پراخ توافق کولو لپاره يې هڅې درولې دي.

دې بنسټ ويلي، چې د سيمې هيوادونو د دې په بدل کې له طالبانو سره د يو شمېر محدودو دوه اړخيزو اندېښنو په اړه مقطعي خبرې پېل کړې دي.

د کړکېچ د نړيوالې ډلې د راپور پر اساس، له طالبانو سره د تړلو وړو اندېښنو په تړاو ډېره کمه همغږي موجوده ده او يا هم اصلا نشته، خو دوی له يوه-بل څخه له طالبانو سره د بهترين چلند په تړاو زده کړه کوي.

د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، چې ډيپلوماټان متوجې شوي چې په کابل کې د طالبانو چارواکي د «پخلاينې ژبه» کاروي، خو په عمل کې له ستونزې سره مخ وي؛ ځکه چې اکثريت يې په کندهار کې د خپلو مشرانو له لوري تضعيف کېږي.

دې بنسټ ويلي، چې په کابل کې له طالب چارواکو په تېرېدو او په کندهار کې د دې ډلې له مشر سره د مستقيمو مذاکراتو هڅو کومه نتيجه نه ده ورکړې ځکه چې هبت الله اخوندزاده اکثريت ډيپلوماټيکې طرحې ردوي.

د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، چې له دې سره-سره، د افغانستان يو شمېر ګاونډي هيوادونه د طالبانو له رهبر سره د مستقيمو چينلونو په پرانيسته وخت او انرژي لګوي، خو تجربو ښودلې چې د دې ډلې رهبر غواړي په انزوا کې پاتې شي.

دې بنسټ زیاته کړې، چې اوس مهال د سيمه‌ييزو ډيپلوماټانو وړه برخه چې غالبا په کابل کې له کم پرسونل او کمې بودیجې سره په سفارتخانو کې مېشت دي، له طالبانو سره تعامل کوي.

د دې بنسټ له راپور سره سم، د روسيې او چين د ډيپلوماټانو په ګډون دې ډيپلوماټانو هم د امنيتي ملحوظاتو له کبله له طالبانو سره خپل تعاملات محدود کړي دي ځکه چې د چين او روسيې پر وګړو بريدونه شوي و او له همدې کبله دوی په کابل کې خپل تحرکات کم کړي دي.

دې بنسټ له طالبانو سره د سيمې د هيوادونو د تعامل د دوام لامل ځينې موضوعات ياد کړي لکه امنيتي انديښنې، سرحدي شخړې، د وسلو تکثير او له نشه يي توکو سره مبارزه او همدا راز د سوداګرۍ، بهرنۍ پانګونې په څېر سوداګريز مسايل او د اوبو مديريت او اقليمي بدلونونه.

‌سيمه‌ييزې اقتصادي همکارۍ

د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، چې له طالبانو سره د سیمه‌ييزو هيوادونو د همکاريو يوه بله اصلي حوزه سيمه‌ييزې اقتصادي همکارۍ دي.

دې بنسټ زیاته کړې، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د سيمې هيوادونه د سوداګريزو فرصتونو په لټه دي او له پولو څخه د ټيلر موټرونو، اورګاډو، ګاز او برېښنا د انتقال طرحې وړاندې کوي.

د دې بنسټ له راپور سره سم، طالبان پر داسې پروژو د کار پېلولو ته بېړه لري، که څه هم په لنډ مهال کې ځينې خنډونه له پامه نه شي غورځول کېدلای.

دې بنسټ ويلي، چې د سيمه‌ييز اقتصادي اتصال لپاره پراخ منطق شته دی، په ځانګړې توګه د انرژۍ په برخه کې چې د مرکزي اسيا هيوادونه د نويو بازارانو په لټه دي او د سويلي اسيا هيوادونه د نفتو، ګازو او برېښنا نويو سرچينو ته اړتيا لري.

له دې سره-سره، د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، چې له طالبانو سره د سيمه‌ييزې اقتصادي همکارۍ خنډونه هم زيات دي لکه نړيوال بنديزونه چې په افغانستان کې يې د خصوصي سکټور پانګونه له جدي ننګونې سره مخ کړې ده.

د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، چې د طالبانو يو شمېر اقداماتو لکه له هيوادونو سره له همغږۍ پرته د اوبيزو بنسټونو جوړول چې د افغانستان له ګاونډيو هيوادونو لکه ايران او ازبکستان سره يې ترينګلتياوې را پيدا کړې دي او ځينې وختونه دا ترينګلتياوې په نظامي نښتو بدلې شوې دي.

دې بنسټ ويلي: «په داسې کړکېچنه فضا کې ښايي د سیمې هيوادونه اندېښمن شي چې له طالبانو سره په تعامل کې خپلې غوښتنې کمې کړي. مګر داسې څه د داسې ستونزو حل نور هم ستونزمن کوي او د نورو هغو ننګونو حللارې چې ګاونډيان ورسره په افغانستان کې مخ دي، له لاسرسي باسي.»

د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، چې له طالبانو سره د سيمه‌ييزې همکارۍ پر لور په ډېری ګامونو کې لوېديځ هيوادونه نه شاملېږي، خو دا هيوادونه يې له پايلو ګټه ترلاسه کوي. د بېلګې په توګه اروپا له باثباته او پر ځان بسيا سيمې چې د نشه يي توکو، کډوالو او تروريزم اصلي سرچينه نه وي، ګټه کوي.

دې بنسټ زياته کړې: «له دې سره-سره، بنديزونه او نور اقدامات چې له لوېديځه سرچينه اخلي او هدف يې له طالبانو سره د نه موافقت ښودل وي، د کابل او سيمه‌ييزو پلازمينو ترمنځ په ګټورو اړيکو کې خنډونه را پيدا کوي، دا خنډ که د اوبو د يوې پروژې پر سر په نړيوال بانک کې رايه اچونه وي او يا هم د طالبانو پوله ساتو ته د بنديزونو بر خلاف د تجهيزاتو لېږل وي.»

دې بنسټ ټينګار کړی چې «نور پرمختګ د لوېديځ ملاتړ – يا هم حد اقل رضايت ته اړتيا لري. مګر داسې عملي اقدامات بايد د طالبانو د رژيم په رسميت پېژندلو تضمين ونه کړي، خو د سيمې له سولې او امنيت سره مرسته کولای شي».

د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، چې که د طالبانو رژيم بشري حقونو ته درناوی وکړي، يوه ورځ به د نړيوالې ټولنې برخه شي، خو په اټکل وړ راتلونکي کې داسې څه نه تر سترګو کېږي.

دې بنسټ ويلي، چې د دې مطلب دادی چې «افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د يوه منحوس ناپېژندل شوي رژيم له لوري اداره کېږي».

د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، چې د افغانستان خلک بايد د دې مسئلې يرغمل نه شي او په افغانستان او سيمه کې د ميليونونو غريبو وګړو په خاطر بايد هڅې دوام ولري تر څو له نړۍ سره د طالبانو اړيکې سمې شي، که څه هم په مقطعي توګه وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه