اطلاعات روز: د کړکېچ نړیواله ډله وايي، چې د سيمې يو شمېر هيوادونه له طالبانو سره د يوې «سترې معاملې» په لټه کې وو او غوښتل يې چې د پراخ بنسټه دولت د جوړیدو په بدل کې دا ډله په رسميت وپېژني.
دې بنسټ په خپل راپور کې چې پرون (سېشنبه، ۱۰ د سلواغې) يې «د طالبانو ګاونډيتوب: له افغانستان سره سيمهييزه ډيپلوماسي» تر عنوان لاندې خپور کړی، له سيمهييزو هيوادونو او د افغانستان له ګاونډ سره يې د طالبانو اړيکې ارزولې دي.
په دې راپور کې راغلي چې که د نړۍ هيوادونو د ښځو او نجونو د حقونو د نقض له کبله له کابله لېرې کېږي، خو د سيمې هيوادونه د امنيت او اقتصادي ثبات په لړ کې د خپلو اړتياوو له کبله له دې ډلې سره «معامله» کوي.
د کړکېچ نړيوالې ډلې په دې راپور کې ويلي، چې د سيمې د هيوادونو سياست د طالبانو پر وړاندې متفاوت دی، خو دوی ټول موافق دي چې له دې ډلې سره اړيکه «ضروري» ده.
دې بنسټ زياته کړې، حتا کله چې لوېديځو ډيپلوماټانو د ښځو او نجونو پر زده کړو د بنديز او د طالبانو د سختدريځو قوانينو له کبله له دې ډلې سره خپلې ليدنې لغوه کړې، سيمهييزو لوبغاړو له دوی سره د لا زيات تعامل په لټه کې شول.
د کړکېچ د نړیوالې ډلې له راپور سره سم، د سيمې يو شمېر هيوادونو د نجونو او ښځو پر زده کړو بنديز غندلی دی، خو په کلي توګه يې لېوالتيا داده چې له طالبانو سره په تعامل کې د ښځو او نجونو پر حقونو ټينګار ونه کړي.
د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، چې د دوی د ګټو د تأمين او په اوږد مهال کې د طالبانو د چلند د بدلون تر ټولو ښه لار له دې ډلې سره «صبورانه مشوره» ده، نه د هغوی «شړل».
دې نړیوال بنسټ زياته کړې، چې له دې سره-سره، د طالبانو له لوري سيمهييزې همکارۍ تر هغه محدودې دې چې د طالبانو يو شمېر ګاونډيانو غوښتې.
د دې بنسټ له راپور سره سم، د طالبانو يو شمېر ګاونډيانو غوښتل چې طالبان د رسميت پيژندنې په بدل کې پراخ بنسټه دولت جوړ کړي او هغه سياستوال په کې ښکېل کړي چې د دې هيوادونو ملاتړ لري او پخوا د طالبانو مخالف وو.
خو د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، چې طالبانو دا ټولې هڅې رد کړې دي او دا يې د افغانستان په چارو کې «بهرنۍ لاسوهنه» ګڼلې ده.
دې بنسټ زياته کړې، چې د حکومتولۍ په اړه د طالبانو نظر په دولتي دستګاه کې د انحصار ساتل او پر کليدي دندو د وفادارو کسان ټاکل دي او له همدې کبله يې د پراخ بنسټه دولت د جوړولو په تړاو د هيوادونو وړانديزونه چې پخواني چارواکي دې په کې وي، رد کړي دي.
له طالبانو ناهيلي
د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، چې د سيمې يو شمېر هيوادونه له طالبانو ناهيلي دي او داسې ښکاري چې له دې ډلې سره د پراخ توافق کولو لپاره يې هڅې درولې دي.
دې بنسټ ويلي، چې د سيمې هيوادونو د دې په بدل کې له طالبانو سره د يو شمېر محدودو دوه اړخيزو اندېښنو په اړه مقطعي خبرې پېل کړې دي.
د کړکېچ د نړيوالې ډلې د راپور پر اساس، له طالبانو سره د تړلو وړو اندېښنو په تړاو ډېره کمه همغږي موجوده ده او يا هم اصلا نشته، خو دوی له يوه-بل څخه له طالبانو سره د بهترين چلند په تړاو زده کړه کوي.
د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، چې ډيپلوماټان متوجې شوي چې په کابل کې د طالبانو چارواکي د «پخلاينې ژبه» کاروي، خو په عمل کې له ستونزې سره مخ وي؛ ځکه چې اکثريت يې په کندهار کې د خپلو مشرانو له لوري تضعيف کېږي.
دې بنسټ ويلي، چې په کابل کې له طالب چارواکو په تېرېدو او په کندهار کې د دې ډلې له مشر سره د مستقيمو مذاکراتو هڅو کومه نتيجه نه ده ورکړې ځکه چې هبت الله اخوندزاده اکثريت ډيپلوماټيکې طرحې ردوي.
د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، چې له دې سره-سره، د افغانستان يو شمېر ګاونډي هيوادونه د طالبانو له رهبر سره د مستقيمو چينلونو په پرانيسته وخت او انرژي لګوي، خو تجربو ښودلې چې د دې ډلې رهبر غواړي په انزوا کې پاتې شي.
دې بنسټ زیاته کړې، چې اوس مهال د سيمهييزو ډيپلوماټانو وړه برخه چې غالبا په کابل کې له کم پرسونل او کمې بودیجې سره په سفارتخانو کې مېشت دي، له طالبانو سره تعامل کوي.
د دې بنسټ له راپور سره سم، د روسيې او چين د ډيپلوماټانو په ګډون دې ډيپلوماټانو هم د امنيتي ملحوظاتو له کبله له طالبانو سره خپل تعاملات محدود کړي دي ځکه چې د چين او روسيې پر وګړو بريدونه شوي و او له همدې کبله دوی په کابل کې خپل تحرکات کم کړي دي.
دې بنسټ له طالبانو سره د سيمې د هيوادونو د تعامل د دوام لامل ځينې موضوعات ياد کړي لکه امنيتي انديښنې، سرحدي شخړې، د وسلو تکثير او له نشه يي توکو سره مبارزه او همدا راز د سوداګرۍ، بهرنۍ پانګونې په څېر سوداګريز مسايل او د اوبو مديريت او اقليمي بدلونونه.
سيمهييزې اقتصادي همکارۍ
د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، چې له طالبانو سره د سیمهييزو هيوادونو د همکاريو يوه بله اصلي حوزه سيمهييزې اقتصادي همکارۍ دي.
دې بنسټ زیاته کړې، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د سيمې هيوادونه د سوداګريزو فرصتونو په لټه دي او له پولو څخه د ټيلر موټرونو، اورګاډو، ګاز او برېښنا د انتقال طرحې وړاندې کوي.
د دې بنسټ له راپور سره سم، طالبان پر داسې پروژو د کار پېلولو ته بېړه لري، که څه هم په لنډ مهال کې ځينې خنډونه له پامه نه شي غورځول کېدلای.
دې بنسټ ويلي، چې د سيمهييز اقتصادي اتصال لپاره پراخ منطق شته دی، په ځانګړې توګه د انرژۍ په برخه کې چې د مرکزي اسيا هيوادونه د نويو بازارانو په لټه دي او د سويلي اسيا هيوادونه د نفتو، ګازو او برېښنا نويو سرچينو ته اړتيا لري.
له دې سره-سره، د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، چې له طالبانو سره د سيمهييزې اقتصادي همکارۍ خنډونه هم زيات دي لکه نړيوال بنديزونه چې په افغانستان کې يې د خصوصي سکټور پانګونه له جدي ننګونې سره مخ کړې ده.
د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، چې د طالبانو يو شمېر اقداماتو لکه له هيوادونو سره له همغږۍ پرته د اوبيزو بنسټونو جوړول چې د افغانستان له ګاونډيو هيوادونو لکه ايران او ازبکستان سره يې ترينګلتياوې را پيدا کړې دي او ځينې وختونه دا ترينګلتياوې په نظامي نښتو بدلې شوې دي.
دې بنسټ ويلي: «په داسې کړکېچنه فضا کې ښايي د سیمې هيوادونه اندېښمن شي چې له طالبانو سره په تعامل کې خپلې غوښتنې کمې کړي. مګر داسې څه د داسې ستونزو حل نور هم ستونزمن کوي او د نورو هغو ننګونو حللارې چې ګاونډيان ورسره په افغانستان کې مخ دي، له لاسرسي باسي.»
د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، چې له طالبانو سره د سيمهييزې همکارۍ پر لور په ډېری ګامونو کې لوېديځ هيوادونه نه شاملېږي، خو دا هيوادونه يې له پايلو ګټه ترلاسه کوي. د بېلګې په توګه اروپا له باثباته او پر ځان بسيا سيمې چې د نشه يي توکو، کډوالو او تروريزم اصلي سرچينه نه وي، ګټه کوي.
دې بنسټ زياته کړې: «له دې سره-سره، بنديزونه او نور اقدامات چې له لوېديځه سرچينه اخلي او هدف يې له طالبانو سره د نه موافقت ښودل وي، د کابل او سيمهييزو پلازمينو ترمنځ په ګټورو اړيکو کې خنډونه را پيدا کوي، دا خنډ که د اوبو د يوې پروژې پر سر په نړيوال بانک کې رايه اچونه وي او يا هم د طالبانو پوله ساتو ته د بنديزونو بر خلاف د تجهيزاتو لېږل وي.»
دې بنسټ ټينګار کړی چې «نور پرمختګ د لوېديځ ملاتړ – يا هم حد اقل رضايت ته اړتيا لري. مګر داسې عملي اقدامات بايد د طالبانو د رژيم په رسميت پېژندلو تضمين ونه کړي، خو د سيمې له سولې او امنيت سره مرسته کولای شي».
د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، چې که د طالبانو رژيم بشري حقونو ته درناوی وکړي، يوه ورځ به د نړيوالې ټولنې برخه شي، خو په اټکل وړ راتلونکي کې داسې څه نه تر سترګو کېږي.
دې بنسټ ويلي، چې د دې مطلب دادی چې «افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د يوه منحوس ناپېژندل شوي رژيم له لوري اداره کېږي».
د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، چې د افغانستان خلک بايد د دې مسئلې يرغمل نه شي او په افغانستان او سيمه کې د ميليونونو غريبو وګړو په خاطر بايد هڅې دوام ولري تر څو له نړۍ سره د طالبانو اړيکې سمې شي، که څه هم په مقطعي توګه وي.
