د کابل غونډه؛ په کور دننه پر «بې تبعيضه» واکمنۍ او له ګاونډیانو سره پر «ښه ګاونډیتوب» د ایران د استازي ټينګار

Photo: Social Media

اطلاعات روز: په کابل کې د ايران ځانګړي استازي او د دې هيواد د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي ويلي چې د دې هيواد په اند «په کور دننه بې تبعيضه واکمني او د سيمې په چاپېريال کې له ګاونډي سره ښه ګاونډيتوب او ګوزاره د سيمه‌پال بهير په پرمختګ کې دوه بنسټيز عنصرونه دي».

ښاغلي قمي چې د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت په کوربتوب يې نن (دوشنبه، ۹ د سلواغې) د «افغانستان د سيمه‌ييزې همکارۍ د ابتکار» په غونډه کې ګډون کړی، پر ايکس ليکلي چې که دا دوه عنصرونه «په يوه اعلاميه کې څرګند شي نو د سيمې او له سيمې هاخوا به يې هرکلی وشي».

ده زياته کړې: «هيله لرم د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ ته په درناوي به ټول‌محوره او په نړيوال ډګر کې د ګډون لپاره د سولې ور پرانيستل شي تر څو يې په پايله کې د افغانستان، سيمې، نړۍ او تر ټولو مهم د نړیوال د نظم د جوړښت لپاره چې وکولای شي کاميابې نتيجې راپيدا کړي، يوه بريالۍ پايله تر لاسه شي.»

د ايران ځانګړي استازي پر ايکس په يوه بل پوسټ کې ويلي چې دا غونډه د روسيې په کازان ښار کې د «فرمټ مسکو» غونډې پر مهال د ایران په وړانديز او د طالبانو په بلنې سره جوړه شوې ده.

کاظمي قمي ويلي چې په دې غونډه کې د ايران، پاکستان، چين، روسيې او د سيمې د يو شمېر نورو هيوادونو استازي راټول شوي «تر څو په کابل کې له افغانستان سره د تعامل لپاره په کميټه‌يي توګه يو لړ خبرې پيل کړي».

ده ويلي: «د دې ډلې په اند دا مذاکرات چې له افغانستان او د دې هیواد له خلګو سره د مرستې او همدا راز د سيمې د ثبات او امنيت په موخه ترسره کېږي، په سيمه‌محور بهير کې د برياليتوب لپاره د اړوندو چارواکو اړينه پاملرنه غواړي.»

د «افغانستان د سيمه‌ييزې همکارۍ ابتکار» غونډه نن مازيګر په يو څو ساعته ځنډ سره د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په کوربتوب پيل شوه.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي د دې غونډې په پيل کې وويل چې دا ډله تياره ده چې د سیمې له هيوادونو سره د ګډو ګټو او متقابل درناوي پر اساس د ګډ کار له لارې تعامل او همکاري ولري.

دا غونډه په داسې مهال کې جوړېږي چې ټاکل شوې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمه غونډه راتلونکې ميلادي مياشت د قطر په پلازمينه دوحه کې جوړه شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه