اطلاعات روز: په کابل کې د ايران ځانګړي استازي او د دې هيواد د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي ويلي چې د دې هيواد په اند «په کور دننه بې تبعيضه واکمني او د سيمې په چاپېريال کې له ګاونډي سره ښه ګاونډيتوب او ګوزاره د سيمهپال بهير په پرمختګ کې دوه بنسټيز عنصرونه دي».
ښاغلي قمي چې د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت په کوربتوب يې نن (دوشنبه، ۹ د سلواغې) د «افغانستان د سيمهييزې همکارۍ د ابتکار» په غونډه کې ګډون کړی، پر ايکس ليکلي چې که دا دوه عنصرونه «په يوه اعلاميه کې څرګند شي نو د سيمې او له سيمې هاخوا به يې هرکلی وشي».
ده زياته کړې: «هيله لرم د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ ته په درناوي به ټولمحوره او په نړيوال ډګر کې د ګډون لپاره د سولې ور پرانيستل شي تر څو يې په پايله کې د افغانستان، سيمې، نړۍ او تر ټولو مهم د نړیوال د نظم د جوړښت لپاره چې وکولای شي کاميابې نتيجې راپيدا کړي، يوه بريالۍ پايله تر لاسه شي.»
د ايران ځانګړي استازي پر ايکس په يوه بل پوسټ کې ويلي چې دا غونډه د روسيې په کازان ښار کې د «فرمټ مسکو» غونډې پر مهال د ایران په وړانديز او د طالبانو په بلنې سره جوړه شوې ده.
کاظمي قمي ويلي چې په دې غونډه کې د ايران، پاکستان، چين، روسيې او د سيمې د يو شمېر نورو هيوادونو استازي راټول شوي «تر څو په کابل کې له افغانستان سره د تعامل لپاره په کميټهيي توګه يو لړ خبرې پيل کړي».
ده ويلي: «د دې ډلې په اند دا مذاکرات چې له افغانستان او د دې هیواد له خلګو سره د مرستې او همدا راز د سيمې د ثبات او امنيت په موخه ترسره کېږي، په سيمهمحور بهير کې د برياليتوب لپاره د اړوندو چارواکو اړينه پاملرنه غواړي.»
د «افغانستان د سيمهييزې همکارۍ ابتکار» غونډه نن مازيګر په يو څو ساعته ځنډ سره د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په کوربتوب پيل شوه.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي د دې غونډې په پيل کې وويل چې دا ډله تياره ده چې د سیمې له هيوادونو سره د ګډو ګټو او متقابل درناوي پر اساس د ګډ کار له لارې تعامل او همکاري ولري.
دا غونډه په داسې مهال کې جوړېږي چې ټاکل شوې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمه غونډه راتلونکې ميلادي مياشت د قطر په پلازمينه دوحه کې جوړه شي.
